د لاسرسي ځای

تازه خبر

ڼړۍ کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي: ډبلیو ایچ او


په امریکا کې د جولای پر لومړۍ نېټه په اول ځل ورځني کېسونه تر ۵۰۰۰۰ زیات شول.
په امریکا کې د جولای پر لومړۍ نېټه په اول ځل ورځني کېسونه تر ۵۰۰۰۰ زیات شول.

د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو ایچ او) خبردارې ورکړې چې کورونا وایرس وبا تر هر وخته زیات د خپرېدو په حال کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د جولای پر لومړۍ نېټه په اول ځل ورځني کېسونه تر ۵۰۰۰۰ زیات شول.

د سازمان شمېر ښيي چې په نړۍ کې د کورونا وایرس کېسونه تېره اوونۍ ریکارډ کچې ته ورسېدل یانې د ورځې په حساب کېسونه تر یو لک شپېتو زرو نه زیات وو.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون شمېر ښيي چې د جولای تر لومړۍ نېټې په هیواد کې د کورونا وایرس کېسونو شمېر شاو خوا ۲.۷ میلیون ته ورسېد.

په امریکا کې له وایرسه یو ۱۲۸۰۰۰ کسان مړه شوي دي او تر اووه لکه زیات ترې رغېدلي هم دي.

د کېسونو د زیاتوالي له امله امریکايي چارواکو د ریستورانتونو او شرابخانو په ګډون د سمندر غاړې پرانستو امر واپس اخیستې.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس د کېسونو شمېر تر ۱۰ میلیون اوښتې او ۵۱۹،۵۷۱ کسان ترې مړه شوي دي. او شاوخوا ۶۰ لکه بېرته رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG