د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو په قاهره کې سره ولیدل


د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګابي اشخېنازي د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شوکري سره غونډه کې. ۲۰۲۱، ۳۰مه مې
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګابي اشخېنازي د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شوکري سره غونډه کې. ۲۰۲۱، ۳۰مه مې

په قاهره کې د دې لیدنې پر مهال د اسراییلو او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو له حماس سره د سولې د تړون په غښتلتیا او د غزې په بیا رغولو بحث کړی دی.

د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح شوکري په یوه بیان کې ویلي دا خبرې په غزه کې د اوربند او د سولې د ټينګښت لپاره د مصر د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په لړ کې شوي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو له وزیر ګابي اشخېنازي هم قاهرې ته تر سفر مخکې په یوه ټویټ کې ویلي و چې دی به له حماس سره د دایمي اوربند پر مسله بحث وکړي او هم به پر دې وغږېږي چې څنګه د بشري مرستو لپاره یوه تګلاره جوړه شي.

د مصر دولتي ټېلویژن ویلي چې د دغه هېواد د ولسمشر عبدالفتاح السیسي له‌خوا د استخباراتو ریس عباس کمال تل‌ابیب ته استول شوی چې د اسراییلو له وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو سره وغږېږي. عباس کمال به رمالا ته هم ځي چې له فلسطیني چارواکو سره خبرې وکړي.

د مصر، امریکا او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب د حماس او اسراییلو ترمینځ ۱۱ ورځنۍ سختې جګړې د مې په ۲۱مه ودرېدې.

په دغو بریدونو کې تر ۲۵۰ فلسطینیان چې پکې تر ۱۳۰ زیات ولسي وګړي او ماشومان ول ووژل شول. د اسراییلو خوا ته د ۱۳ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG