د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو د زیاتېدونکې شخړې په ترڅ کې پر غزه بریدونه ډېر کړي


حماس د مې پر ۱۳مه نېټه (پرون) د ګڼو توغندیو په توغولو اسراییل په نښه کړ او هغه هېواد د حماس تر واک لاندې غزه کې نور هوايي بریدونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مصریو مرکچیانو پر هڅو سربېره، د دواړو خواوو ترمنځ جګړې زور اخیستی. د وسله والو ځینې راکټونه د مې پر ۱۳مه د تل ابیب تر سیمې ورسېدل او په اسراییلۍ بمبارۍ کې درې لوړې ودانۍ ړنګې شوي چې د هغه هېواد په وینا، د حماس ډلې عمارتونه ول چې پکې یوه استخباراتي وداني هم شامله وه.

اسراییلو ویلي چې تر بمبارۍ مخکې یې ولسي وګړو ته د ودانیو د خالي کولو خبرداری ورکړی وو. وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې مازیګر وویل، په غزه کې یې بریدونه روان دي.

د ده په خبره:"موږ د خپلو وګړو د دفاع ترڅنګ پر حماس بریدونو ته دوام ورکړی. دا به وخت واخلي خو له سختو تعرضي او دفاعي عملیاتو سره به موږ په اسراییلو کې د ارامۍ راوستو موخه ترلاسه کړو."

جګړې په اسراییلو کې د عربانو او یهودانو ترمینځ هم له تاوتریخوالي ډکې نښتې پارولې. د اسراییلو عمومي هوايي ډګر ته تلونکي پروازونه یا منسوخ شوي او یا یې خپله لار بدله کړې او هغه هېواد له غزې سره پر پوله ټانکونه او سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

هوايي بمباريو او راکټي بريدونو غزه او اسراييل کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

د حماس ډلې تر واک لاندې غزه کې د روغتیا وزارت پرون وویل، په اسراییلي بمباریو کې د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۸۳ فلسطینیان وژل شوي.

د اسراییلو روغتیايي چارواکي وايي، په هغه هېواد کې اووه کسان وژل شوي.

بلحوا اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان د فلسطین پر حالاتو یوه بیړنۍ غونډه راغوښتې ده. سازمان پرون (مې پر ۱۳مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د سعودي عرب په خواست يې د مې پر ۱۶ مه یوه بیړنۍ غونډه راغوښتې ده چې د انټرنیټ له لارې به ترسره کېږي او د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به پکې برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG