د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر بایډن د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند دوام غواړي


جوبایډن ژمنه وکړه چې هغه به د جنګ ځپلې سیمې غزه د بیا ابادۍ لپاره د نورو هیوادونو سره په ګډه لویه مالي مرسته وکړي.
جوبایډن ژمنه وکړه چې هغه به د جنګ ځپلې سیمې غزه د بیا ابادۍ لپاره د نورو هیوادونو سره په ګډه لویه مالي مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن هیله ښکاره کړې چې د اسراییلو او حماس ډلې تر منځ به اوربند دوام وکړي.

ولسمشر بایډن د مې پر ۲۱مه وویل، د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو چې له هغو سره پخوا کومې ژمنې کړي، هغه یې پوره کړې دي نو هغوی هیله لري چې د اوسني اوربند تړون به یې هم نه ماتېږي.

جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې یوې خبرې غونډې ته د وېنا پر وخت ژمنه وکړه چې هغه به د جنګ ځپلې سیمې غزه د بیا ابادۍ لپاره د نورو هیوادونو سره په ګډه لویه مالي مرسته وکړي. نوموړي وویل، دا مرستې به فلسطیني ادارې ته په دې شرط ورکول کېږي چې دا خبره باوري کړي چې دا پیسې به د غزې په بیا ابادۍ لګول کېږي، د حماس ډلې د وسلو د زیاتولو لپاره به نه کارول کېږي.

غربي هېوادونه پر غزه د کنټرول لرونکې حماس ډلې مخالف د محمود عباس په مشرۍ کې د فلسطینې ادارې مرسته کوي. څېړونکې وایي دا به ډېر کلونه او په ملیونونه ډالره اخلي چې د غزه تباه شوې سیمه بیا ودانه کړل شي. غزه د وروستیو نښتو نه وړاندې هم یوه غریبه سیمه وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG