د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو او حماس اوربند وکړ


د اوربند تر عملي کېدو سمدستي وروسته د غزې فلسطینیان لارو، کوڅو ته ورووتل او خوشالۍ یې وکړې - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۱مې انځور.
د اوربند تر عملي کېدو سمدستي وروسته د غزې فلسطینیان لارو، کوڅو ته ورووتل او خوشالۍ یې وکړې - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۱مې انځور.

د غزې په تړانګه کې، د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ جګړه د مې پر ۲۱مه، د سیمه ییز وخت د شپې پر دوو بجو د مصر په منځګړتوب د اوربند له نفاذ سره سم ودرېده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا اوربند د امریکا، مصر، فلسطینۍ ادارې او د منځني ختیځ د نورو هېوادونو د هغو پرله پسې هڅو نتیجه وه چې هدف یې د تېرو کلونو په څېر د کړکېچ د دوامداره کېدو مخنیوی وو.

بایډن د مې پر ۲۰مه شپې مهال د دې اوربند له نافذېدو لږه شېبه مخکې په یوه وینا کې د دې هڅو امتیاز مصر ته ورکړ چې په دې برخه کې یې منځګړتوب وکړ.

بایډن د دې کړکېچ د حل لپاره د خپلې ادارې ډېپلوماتیکو هڅو ته په اشاره وویل، ده شپږ ځلې د اسراییلو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړې او همداراز د فلسطینۍ ادارې له مشر محمودعباس سره یې هم تماس ونیو. بایډن زیاته کړه چې دی د اوربند اوسني فرصت ته، په منځني ختیځ کې د یوې دوامداره سولې هدف ته د رسېدو د یوې موقع په سترګه ګوري.

د غزې په تړانګه کې د اسراییلو تر برید وروسته له یوې ودانۍ لوګی خېژي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۰مې انځور.
د غزې په تړانګه کې د اسراییلو تر برید وروسته له یوې ودانۍ لوګی خېژي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۰مې انځور.

بایډن وویل، دی باور لري چې فلسطینیان او اسراییل په مساوي ډول حق لري چې په امن او سوله کې ژوند وکړي او د آزادۍ، سوکالۍ او ډیموکراسۍ له ورته امکاناتو ګټه واخلي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر اینتني بلېنکېن وویل چې په راروانو څو ورځو کې به د اسراییلو او فلسطین د بهرنیو چارو له وزیرانو او د سیمې له نورو مشرانو سره د کتنې لپاره منځني ختیځ ته سفر وکړي.

د اسراییل امنیتي کابینې د مې پر ۲۰مه په یوه خوله د دوه اړخیز او بې قید و شرطه اوربند لپاره د منځګړي مصر وړاندیز تایید کړ. د حماس او اسلامي جهاد ډلو هم په جلا بیانونو کې دا اوربند ومانه.

د ډېپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړل شوی چې مصر به دوه پلاوي- یو اسراییل او بل د فلسطینیانو قلمرو ته واستوي څو پر اوربند څارنه وکړي.

فلسطینیان نن نیمه شپه (د مې پر ۲۱مه) د اوربند د پیل له شېبې سره سم د غزې واټونو ته ورووتل. د حماس ډلې د سیاسي بیورو غړي خلیل الحیا په غزې ښار کې زرګونه کسانو ته په وینا کې په دې جګړه کې د بریا ادعا وکړه.

هغه همداراز د اسراییلو په هوايي حملو کې د ورانو شویو کورونو د جوړولو ژمنه هم وکړه.

د اسراییلو دفاعي نظام توغندي په فضا کې د غزې له تړانګې څخه ورول شوي راکټونه ولي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۰مې انځور.
د اسراییلو دفاعي نظام توغندي په فضا کې د غزې له تړانګې څخه ورول شوي راکټونه ولي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۰مې انځور.

د اسراییلو او فلسطینیو وسله والو ترمنځ جګړه د روانې مې میاشتې پر ۱۰مه د بیت المقدس په اشغال شوې ختیځه سیمه کې تر کړکېچ وروسته پیل شوه.

د تېرو ۱۱ ورځو په جګړو کې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا ۲۳۲ فلسطینیان، چې ښځې او ماشومان هم پکې ول، د اسراییلي پوځ په سلګونه هوايي او توپچي حملو کې ووژل شول. همداراز، د اسراییلي چارواکو په وینا د غزې له تړانګې پر اسراییلو د حماس په راکټي حملو کې ۱۲ تنه اسراییلیان وژل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG