د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فلسطینیانو خلاف د اسراییلو سرغړونو د پلټنو پیلولو په حق کې رایې اچول شوې دي


د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډه
د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډه

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا په غزه کې د وروستۍ شخړې او د اسراییلو له لوري د فلسطینیانو خلاف د 'منظمو سرغړونو' د دایمي نړیوالو پلټنو پیلولو لپاره رایې ورکړې.

د مې ۲۷م (پرون) پرېکړه لیک په حق کې ۲۴ او په مخالفت کې یې نهو هېوادونو ووټونه وکارول، خو ۱۴ هېوادونو له رایو اچولو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د جېنیوا مېشتې شورا مشرې غونډې ته وویل چې اسراییلي پوځ ښايي په غزه کې جنګي جرمونه کړې وي او دا چې پر تړانګه د حماس واکمنانو پر اسراییلو د توغندیو په ناتاره بریدونو، د نړیوال بشري قانون سرغړونه کړې.

تېره اوونۍ تر اوربند نافذېدو مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مشرې میچل بچېلېت وویل، د هغې دفتر روانه میاشت د تاوتریخوالي پر مهال په غزه، غربي څنډه او ختیځ بیت المقدس کې د ۶۸ ماشومانو په ګډون د ۲۷۰ فلسطینیانو وژنه تاییدوي.

د حماس د توغندیو په بریدونو کې ۱۰ اسراییلیان ووژل شول.

ارشيف: اسراييلو او فلسطینيانو ترمنځ د جګړې يو انځور
ارشيف: اسراييلو او فلسطینيانو ترمنځ د جګړې يو انځور

د ۱۱ ورځو تر دوه طرفه بريدونو وروسته د مې پر ۲۱مه نېټه د مصر په هڅو د اسراييل او فلسطیني وسله والو ترمینځ اوربند شوی وو.

د پنجشنبې په قرارداد کې د تازه تاوتریخوالي لپاره د پلټنو د دایمي کمېشن جوړولو او ''د تکرارېدونکې ترینګلتیا او بې ثباتۍ د اصلي لاملونو'' معلومولو امر شوی دی. دا به د اسراییلو او فلسطین د شخړې د څار او د معلوماتو ورکولو لومړی کمېشن وي چې د پلټنو د دوام واک به لري.

اسراییل پلوي نقادان وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له اسراییلو سره تعصب پالي او د خپلو غړو هېوادونو په ګډون د بشري حقونو د نورو سرغړوونکو په مساویانه حساب او پلټنو کې پاتې راغلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG