د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو فعالانو د "رسنيو پرمختيا ارډېننس" غندلی او رد کړی دی


په اسلام اباد کې يو خبریال د مظاهرې پر مهال وايي: رسنۍ تر برید لاندې دي - ارشیف انځور
په اسلام اباد کې يو خبریال د مظاهرې پر مهال وايي: رسنۍ تر برید لاندې دي - ارشیف انځور

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن، د خبريالانو وفاقي اتحادیې او د پاکستان د وکيلانو تنظيم په ګډه اعلاميه کې د رسنيو د پرمختيا په نامه حکومتي ارډیننس "مطبوعاتي مارشل لا" بللې ده.

دوی د مې پر ۲۸مه په اعلامیه کې زیاته کړې چې په دې ارډېننس سره به د پاکستان حکومت د هېواد پر رسنيو خپل کنټرول لا هم سخت او وګړي معلوماتو ته د لاسرسي له اييني حقه محروم کړي.

دوی اندېښنه ښوولې چې حکومت پلان لري له ميډيا او پکې د کارکوونکو له حقونو سره تړلي وار له مخه جوړ ټول قوانين ختم کړي او د رسنيو د کنټرول بشپړ اختيار يوې نوې ادارې يا اتارټۍ ته وسپاري چې مشري به يې یو بيوروکريټ کوي.

په دې ارډېننس سره به زاړه قوانين ختم او د رسنيوو د کنټرول يوه نوې اداره رامنځته شي چې رسنيو او خبریالانو ته به سختې سزاګانې ورکولی شي
شهزاده ذوالفقار

د پاکستان فيډرل يونين اف جرنلېسټس مشر شهزاده ذوالفقار د مې پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل، حکومت د اظهار او صحافت پر قانوني ازاديو نوي قدغنونه لګول غواړي. "په دې ارډېننس کې د ټرابيونلو د جوړولو ويل شوي دي چې هغه به له ۲۰ تر ۲۵ لاکو روپيو جرمانې لګوي او د قيد سزاګانې به هم ورکوي. موږ تېر کال په اسلام اباد هايي کورټ کې د سوشل ميډيا د کنټرول په موخه د حکومت پروګرام چيلنج کړی وو. حکومتي څارنوال عدالت ته ويلي وو چې هغو اصولو ته به له سره کتنه کوي. نو پر ځای د دې چې حکومت هغه کار وکړي، دا نوی ارډېننس عملي کول غواړي."

د پاکستان د بشري، خبريالانو او وکيلانو د حقونو تنظيمونو په شريکه اعلاميه کې همداراز راغلي چې د ميډيا د پرمختيا په نوي ارډېننس کې د چاپي او اليکټرانيکي رسنيو ترڅنګ انټرنېټي خبري ووبپاڼې هم مکلفې ګرځول شوي چې له حکومته به له پنځو نيولې تر ۱۵ کالو مودې لپاره لايسنسونه او ترڅنګ به يې د هر کال له نوي کېدو سره د خپل کار جاري ساتلو لپاره له حکومته د نه اعتراض سند يا "نو ابجېکشن سرټيفيکيټ" هم اخلي.

مشال رېډيو د دې اعتراضونو د ځواب لپاره د مې پر ۳۰مه د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري او د همدې وزارت وزیر مملکت فرخ حبيب ته څو وارې زنګونه ووهل او واټس اپ پيغامونه مو ورته پرېښودل، خو په خبرو ورسره بريالي نه شو.

البته په قامي اسمبلۍ کې د اطلاعاتو او براډکاسټنګ لپاره د قايمه کمېټې يو غړي طاهر اقبال، چې د پنجاب له وېهاړي سيمې د حکومتي ګوند تحريک انصاف په ټکټ منتخب شوی دی، مشال راډيو ته وويل چې حکومت يې د ميډيا د ازادۍ ضد نشي تلای او که ولاړ نو دی او نور پارليماني ملګري به يې مخالفت وکړي.

طاهر اقبال زیاته کړه: "ګورئ په ټوله نړۍ کې حکومتونه د هر رقم کار د انتظام لپاره يو څه محدوديتونه خو لګوي. زما د خبرې مطلب هرګز دا نه دی چې ګنې زه په پاکستان کې د اظهار او صحافت پر حق د بنديز په حق کې يم. عمران خان خو په حکومت کې تر راتلو ډېر مخکې ويل چې د صحافت د ازادۍ طرفدار دی. زه فکر نه کوم چې حکومت به د ميډيا د ازادۍ او د هغې د کار مخه ډب کړي، او که داسې وه نو موږ به يې پر ضد اواز پورته کوو."

د پاکستان مرکزي کابينې بيا د مې مياشتې پر اوومه د خبريالانو د تحفظ د قانون مسوده منظوره کړه. په رسنيو کې د پاکستان د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري په حواله ويل شوي وو چې د دې قانون هدف د پاکستان خبريالانو او د ميډيا ادارو کارکوونکو ته تحفظ ورکول دي چې هغوی خپلې مسلکي چارې پرته له دې وېرې چې په نښه او و به ځورول شي، سر ته ورسوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG