د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان خبریالان تحفظ غواړي


خبریالانو د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته په مظاهره کې د عبدالواحد ریساني د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه
خبریالانو د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته په مظاهره کې د عبدالواحد ریساني د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه

د بلوچستان خبریالانو اتحادیې، بلوچستان یونین اف جرنلسټس د خبریال عبدالواحد ریساني د وژنې پرضد نن د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاج وکړ.

دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې د عبدالواحد ریساني وژونکي ونیسي او خبریالانو ته دې تحفظ ورکړي او د ​ریساني د وژنې د تحقیقاتو لپاره دې د بلوچستان های کورټ په ججانو مشتمل، یو کمیشن جوړ شي.

دا له هغه وروسته ده چې د کوټې پولیسو د اپرېل پر ۲۵مه وویل چې وسله والو یو ځايي خبریال په ډزو وژلی دی. د پولیسو په وینا د ازادي نیوز ورځپاڼې خبریال عبدالواحد ریسانی د اپرېل پر ۲۴مه ماښام د کوټې په قمبراني سړک وسله والو وویشت او ژوبل یې کړ او هغه وروسته په روغتون کې مړ شو. پولیسو ویلي چې د نامعلومو کسانو پر ضد یې رپورټ درج کړی او تحقیقات یې پیل کړي دي.

چا تر اوسه د عبدالواحد ریساني وژلو زمه واري نده منلې. خو د کورنۍ غړو یې مشال رېډيو ته ويلي چې دوی شک لري چې ښايي‌هغه غلو وژلی وي.

خو په کوټه کې د مظاهرې په وخت خبریالانو له حکومته غوښتنه وکړه چې په پېښه کې ککړ کسان دې ژر تر ژره ونیسي او د نورو صحافيانو ژوند دې خوندي‌کړي.

احتجاج ته د بلوچستان د تعليم وزیر سردار یار محمد رند هم ورغلی وو. هغه د خبریالانو سره خواخوږي وښودله او وې ويل چې حکومت به د ریساني قتلين خامامخا نيسي.

د بلوچستان اسمبلۍ مرستيال سپېکر، سرداربابر موسی خیل د صوبايي وزیر زمرک خان په مشرتابه کي یوه کمیټې جوړه کړې. دوی د خبریالانو سره په ملاقات کې وعده وکړه چې د رسنيوو د کارکوونکو ژوند به خوندي‌کوي.

د بلوچستان خبریالانو سازمان (بلوچستان یونین اف جرنلسټس) جنرل سېکرټري فتح شاکر د اپرېل پر ۲۵مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې حکومت د ولس د ځان او مال په خوندي کولو کې ناکامه شوی دی.نوموړي له حکومته غوښتنه کړې ده چې خبریالانو ته دې تحفظ ورکړي.

XS
SM
MD
LG