د لاسرسي ځای

تازه خبر

تښتول شوی خبريال مطيع الله جان کور ته ستون شو


مطیع الله جان ۱۲ ساعته ورک وو
مطیع الله جان ۱۲ ساعته ورک وو

د پاکستان بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري په اسلام اباد کې د خبريال مطيع الله جان په خوشې کېدو خوښې ښودلې خو زياتوي چې داسې کارونه د بشري حقونو تروړل دي.

شيرين مزاري زياته کړي چې داسې تښتوونې د هېواد له ايينه سرغړونه ده. هغې د جولای په ۲۱مه پر ټويټر ليکلې: "وګړي د وېرې په مسلسل حالت کې نه شي اوسېدلی. عدالت ته لاسرسی د هر تن حق دی. داسې کارونه د هغو نړيوالو بشري حقونو له اصولو څخه مخ اړول دي چې پاکستان یې برخه دی."

پر ما یې سترګې پټې کړي وي. په ښار کې يې په موټر کې وګرځولم. يو نامالوم ځای ته يې بوتلم
مطيع الله جان

د پاکستان پر امنيتي ادارو د نيوکو لپاره مشهور، خبريال مطیع الله جان د جولای په ۲۱مه په اسلام اباد کې وتښتول شو. هغه ۱۲ ساعته غېب وو.

تر راخوشې کېدو وروسته، نوموړي جيو نيوز سره په خبرو کې وويل چې تښتوونکو پرې سترګې پټې کړې وي او يو نامعلوم ځای ته يې بوتلی وو. د اسلام اباد پوليسو رسنيوو ته ويلي چې د تښتونکو د معلومولو لپاره يې پلټنې پېل کړي دي.

پر انټرنيټ خپرو شوو د امنيتي کمرو په ويډيوګانو کې ښکاري چې په دوو تورو او دوو سپينو ګاډو کې په خاصې وردۍ کې ټوپک لرونکي کسان چې يو ایمبولانس هم ورسره دی، د مطيع الله جان مخه نيسي او په زور يې د ځان سره بيايي.

په پاکستان کې خبريالان د وسله والو ډلو او امنيتي ادارو د ګواښونو سره مخ دي
د بې سرحده خبريالانو اداره

د بشري حقونو نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنېشنل د خبريال مطیع الله جان تر راخوشې کېدو وروسته ويلي چې د پاکستان حکومت دې د خبريالانو خونديتوب لپاره قانون سازي وکړي.

دې ادارې د جولای په ۲۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې حکومت دې په زور غېبول په جنايي جرمونو کې حساب کړي.

د نوموړي زوی عبدالرزاق په خپل کور کې خبريالانو ته د جولای په ۲۱مه ووي چې پلار يې د حقیقتونو راسپړونکی خبريال دی او دا د حېرانۍ خبره ده چې نوموړي د ملک په سرښار اسلام اباد کې په رڼا ورځ تښتول کېږي. پاکستاني رسنيوو د اسلام اباد د ابپارې پوليسو له خولې ويلي چې دوی په دې اړه پلټنې پېل کړي دي.

مطیع الله جان تر دې مخکې هم د ګواښونو سره مخ شوی دی. په ۲۰۱۷م کال کې نامالومو کسانو په اسلام اباد کې د مطیع الله جان پر موټر د حملې په وخت د ګاډي شیشې ماتې کړي خو ده ته پکې زیان ونه رسېد.

د جولای په ۲۱مه د نوموړي تر تښتول کېدو وروسته، د پاکستان بشري حقونو کمېشن رسنيوو ته په لېږلي بیان کې وويل چې د نوموړي تښتول يو بزدلانه کار او د بيان ازادۍ تروړل دي.

د مطيع الله جان د تښتول کېدو په اړه پلټنې کوو
شبلي فراز

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز د جولای په ۲۱مه دا پېښه وغندله او په اسلام اباد کې يې په يوه خبري غونډه کې خبريالانو سره وعده وکړه چې په دې اړه به څېړنې کېږي.

هغه زیاته کړه: "له دې پېښې سمدستې وروسته ما د کورنيوو چارو وزیر ته فون وکړ. دا تاسو ته ډاډ درکوم چې د مطيع الله جان د تښتونې په اړه به پلټنې کوو."

د پاکستان ګڼو سياستوالو د مطیع الله جان تښتول غندلي دي. د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د جولای په ۲۱مه پر ټويټر وليکل چې دا يوازې پر هغه حمله نه بلکې پر ټولو بريد دی. د دې ګوند يو بل غړي او د پاکستان په سینټ کې د بشري حقونو د کمېټې مشر مصطفی نواز کوکر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلام اباد پوليسو مشر نن ورغوښتی چې د دغه مشهور خبريال د تښتولو د پېښې په اړه وضاحت ورکړي او پوښتنې ځواب کړي.

د مسلم لېګ (ن) يو مشر خواجه اصف پرون په يوه خبري غونډه کې دا کار په پاکستان کې د بيان پر ازادۍ حمله وبلله. د حکمران تحريک انصاف ګوند د ساینس وزير فواد چوهدري هم پر ټويټر د مطيع الله جان تښتول کېدل غندلي وو او پر خوشې کېدو يې خوشالي ښودلې.

د جولای په ۲۱مه د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د مطيع الله جان تښتول د پوځي ډيکټيټرانو د وخت کار وباله او د غندلو په ترڅ کې يې په يو ويډيو بيان کې وويل چې د خبريالانو اواز بايد بند نه شي.

د خبريالانو د خوندي ساتلو ادارې سي پي جې او د بې سرحده خبريالانو ادارې هم د مطیع الله جان تښتول د پاکستان د بشري حقونو د تروړنې په تاريخچه کې د يو ورزیات شوي داغ په توګه ياد کړي. د بې سرحده خبريالانو د بیان ازادۍ په اړه د ۲۰۲۰ کال په راپور کې راغلي چې له ۱۸۰ هېوادونو څخه پاکستان په ۱۴۵ نمبر دی. د دې ادارې په خبره په دې ملک کې خبریالان د امنيتي ادارو، حکومت او وسله والو ډلو له خوا تر سخت فشار لاندې دي چې غواړي د بيان ازادي کنټرول کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG