د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو نړیوال فېډرېشن پر پاکستاني خبریال برید غندلی


خبریالان وايي په پاکستان کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي
خبریالان وايي په پاکستان کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي

د خبریالانو نړیوال فېډرېشن (ای اېف جې) او په پاکستان کېې د خبریالانو وفاقي ټولنې (پي اېف یو جې) د شخصي ټېلېوېژن – اېکسپرېس نیوز – پر خبریال شیخ شان حمله غندلې او د پلټنو غوښتنه یې کړې.

د پاکستان د خبریالانو وفاقي ټولنه د خبریالانو له نړیوال فېډرېشن سره تړلې.

دې دواړو ټولنو د جولای پر ۲۴مه په بیان کې ویلي دي چې پر شان د جولای پر ۲۲مه د پنجاب په جهانیان سیمه کې تر هغې وروسته برید شوی چې هغه پر ټولنیزو شبکو د ځینو "غیر اخلاقي موادو" په اړه رپورټ خپور کړ.

ټپي خبریال د بریدکوونکو پر ضد پولیسو ته رپورټ ورکړی.

د پاکستان د خبریالانو ټولنې په بیان کې د پنجاب پر حکومت غږ کړی چې په برید کې ککړ کسان ګرفتار کړي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

ای اېف جې په بیان کې پر پولیسو د "کره پلټنو" کولو ټینګار کړی او زیاتوي چې پولیس دې باوري کړي چې شیخ شان بې له وېرې خپل کار ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ازاد خبریال مطیع الله جان د جولای پر ۲۱مه تر تښتول کېدو ۱۲ ساعته وروسته خوشې شو.

پولیس وايي، د پېښې پلټنې کوي.

په پاکستان او د نړۍ پر کچ د خبریالانو د حقونو سازمانونو دا پېښه د رسنیو پر ازادۍ ګوزار وبلله.

دوی تور پورې کوي چې په پاکستان کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي خو د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت دا بې بنسټه بولي او وايي، د هېواد رسنۍ تر بل هر وخت مخکې زیاتې ازادې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG