د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت تکړه نجونو زده کوونکو ته د سکالرشپونو اعلان وکړ


د پېښور د يو سکول زده کوونکې
د پېښور د يو سکول زده کوونکې

د خيبر پښتونخوا حکومت د نجونو زده کوونکو مياشتني سکالرشيپ (وظیفې) لپاره دوه اربه، درې کروړه روپۍ جاري کړې دي.

د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير شهرام تره کي د مې پر ۲۷مه پر ټوېټر ليکلي چې دغه پيسې به د بونېر، چترال او صوابۍ په ګډون د صوبې په ۲۶ ضلعو کې له تعليمي پلوه تکړه نجونو زده کوونکو ته ډېر زر ورکول پېل شي.

البته نوموړي کومه دقيقه نېټه نه ده ښودلې. تره کی وايي چې دا پيسې به څه باندې ۴۸ زره ماشومانو جينکو ته تر يوه کال پورې ورکول کېږي.

د دې پروګرام له مخې د شپږم نه تر اتم جماعت پورې زده کوونکو ته به د مياشتې پر سر ۲۰۰ او د نهم او لسم جماعت ذهينو زده کوونکو ته به ۵۰۰ روپۍ مياشتنۍ وظيفه ورکول کېږي.

تره کي زیاته کړې چې د دې ګام هدف مېندې او پلرونه دې ته تشويقول دي چې خپلې لوڼه په سکولونو کې داخلې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خېبرپښتونخوا د بنيادي او ثانوي تعليم وزارت وروستۍ شمېرې چې په ۲۰۱۹م کال کې خپرې شوې وې، له مخې په دې صوبه کې اتلس لکه ماشومان چې عمرونه يې د پینځو او ولس کلونو ترمنځ دي له سکولونو بهر دي. په دې ماشومانو کې ۶۴ فيصده جينکۍ او ۳۶ فيصده هلکان دي.

دوه سوه يا پينځه سوه روپۍ ډېرې کمې دي. حکومت دې یې زیاتې کړي
محمد اقبال

د مردان ضلعې د تخت بايې محمد اقبال چې خپله شپږ کلنه لور يې هم سکول ته ځي د حکومت پر ياد ګام خوشاله دی خو نوموړي په ۲۹مه مې مشال رېډيو ته وويل حکومت ته پکار دي چې ياده مياشتنۍ وظيفه زياته کړي: "دلته سکولونه ليري دي نو د يوې ماشومې د مياشتې يوازې د ټرانسپورټ خرچه تر درېو زرو پورې جوړېږي. بیا د دوی د کتابونو او جامو خرچه ده. د ورځني خوراک خرچه يې تر پینځوس روپیو پورې جوړېږي نو د میاشتې په پینځه سوه روپيو هېڅ نه کېږي."

اقبال زياته کړه که يوه ماشومه د چا په کور کې کار کوي او هغه د ورځې دوه يا درې سوه روپۍ ګټي نو د ده په خبره څنګه به غريب مور او پلار خپلې لوڼه يوازې د مياشتې دوه سوه يا پینځه سوه روپیو لپاره سکول ته ولېږي. خو د مومندو ضلعې تقسير مومند بيا وايي چې د دوی په سيمو کې ډېر غربت دی او که هلته حکومت يوې ماشومې ته د مياشت دوه يا پینځه سوه روپۍ ورکوي نو دا هم ډېرې پيسې دي: "زما په خيال دا ډېر ښه ګام دی. ځکه چې دلته غټان بې روزګاره دي او په وړو خو له سره څوک کار نه کوي نو که حکومت په سکول کې يوې ماشومې ته دوه يا پینځه سوه روپۍ ورکوي نو خامخا به يې بيا مور او پلار سکول ته لېږدوي."

په پاکستان کې د تعليمي ودې لپاره کارکوونکې غېر حکومتي ادارې يا پاکستان الاينس فار مېتس اېنډ ساينس (پېمز) د پاليسو مشر عمر اورکزی بيا وايي چې د حکومت لخوا ۴۸ زره ماشومانو جينکو ته د مياشتې پر سر دوه يا پینځه سوه ورپۍ ورکول د مسلې حل نه دی. هغه زیاتوي‌ چې په خېبرپښتونخوا کې دا وخت شا و خوا ۲۷ لکه ماشومان چې عمرونه يې د سکولونو د تلو دي له سکولونو بهر دي چې شا و خوا ۷۵ فېصده یې جينکۍ دي.

که حکومت د سکولونو د کمي، په سکولونو کې د استادانو د کمښت او سهولتونو د نشتون مسلې حل کړي، ډيری ماشومان به تعليم ته مخه کړي
عمر اورکزی

اورکزي د مې په ۲۹مه مشال رېډيو ته وويل د دې ځيني لویې وجې لږ سکولونه، د استادانو کمی او د سهولتونو نشتوالی دی. "دا وخت يوازې په قبايلي سيمو کې نور څوارلس زره استادانو ته اړتيا ده. که حکومت د ټولو سکولونو چار دېوارۍ جوړې کړي او د باترومونو په ګډون نورې اسانتياوې برابرې کړي او د زده کوونکو لپاره د ټرانسپورټ بندوبست وکړي نو ډېرې مېندې پلارونه به پکې حپلې لوڼه داخلې کړي. چې نږدې سکول نه وي نو لرې ځايونو ته بيا خلک خپلې لوڼه نه لېږي."

د ابتدايي او ثانوي تعليم څانګې پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې هر کال حکومت درې څلويښت لکه ماشومانو ته د دوه نيم اربه روپیو کتابونه وړيا ورکوي.

دوی دا هم وايي چې د ۲۰۱۳ز کال څخه تر اوسه پورې يې ۲۴۰۰۰ سکولونو ته بنيادي اسانتياوې ورکړې دي.

دوی زياتوي چې د ابتدايې او ثانوي تعليم کلنی بجټ يې څه باندې ۱۳۶ اربه روپیو ته پورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG