د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتنو سیمو کې د کتاب لوست کم شوی: پوهان


د اپرېل په ۲۳مه نېټه په ټوله نړۍ کې د کتاب ورځ ولمانځل شوه. ارشیف- انځور

عطا الله جان پر ټولنیزو شبکو د کتاب لوست ته د ودې ورکولو کیمپېن چلوي او د بېلا بېلو کتابونو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.

جان د سوات اوسېدونکی، قانونپوه او لیکوال دی.

دی وايي، کله یې چې پام شو چې پښتانه خپل زیات وخت د موبایل ټېلېفون او ټولنیزو شبکو په کارولو لګوي نو فکر یې وکړ چې د همدې شبکو له لارې خلک د کتاب لوست ته وروبولي.

دی وايي، کتاب د انسان پخوانی ملګری دی نو پرېښودل یې مناسب نه دي.

نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه د کتاب او خپراوي حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت له مشال راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د ټولنیزو شبکو او د انټرنېټ په دور کې هم د "کتاب ښکلا" پر خپل ځای ده. دی وايي، سمه ده چې اوس خلک زیاتره معلومات د انټرنېټ له لارې حاصلولای شي خو کتاب خپل ارزښت نه دی بایللی.

د پېښور پوهنتون د تعلیم او څېړنیز مرکز یو استاد ډاکټر ارشد علي مشال راډیو ته وایي، د کتاب لوستل په ټولنه کې امن، برابرۍ او انصاف ته لاره جوړوي خو دی د کتاب انتخاب خورا مهم بولي.

نوموړی وايي،کتاب "منفي اثر هم لري او مثبت هم، دا د ریاست او مور پلار ذمه واري جوړېږي چې راروان نسل ته داسې کتابونه ورکړي چې په ټولنه کې زغم، امن، مذهبي ورورولۍ او مېنې ته لاره هواره کړي."

د کتاب ورځې په اړه پخوانی ویډیويي رپورټ

په کوټه کې د کتاب نړیواله ورځ ولمانځل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

پوهاند علي زیاته کړه، کتاب د لارښود په څېر وي، نو که یو کس "ښه کتاب لولي نو ښه لاره به ومومي" چې دا بیا د ټولنې پر مجموعي کړه وړه او ماحول هم مثبت اغېز لري.

د کتاب د خپراوي حقونه څه معنا؟

د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور اداره (یونېسکو) هر کال د اپرېل پر ۲۳مه د کتاب او د دې چاپ یا خپراوي حقونو نړیواله ورځ لمانځي. یونېسکو پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د دې ورځې د لمانځلو مقصد په نړۍ کې د کتاب لوست، د دې د چاپولو او د کتابونو د حقونو خوندي ساتلو په اړه پوهه پیدا کول دي.

موږ چې کله کتاب پرانیزو نو په لومړیو پاڼو کې یې اکثر لیکل شوي وي چې د کتاب "د خپراوي ټول حقونه له لیکوال یا خپرندویه ټولنې سره خوندي دي."

همداراز، پر هم هغه پاڼه دا هم لیکل شوي وي چې د کتاب غږیزې یا انځوریزې (ویډیويي) بڼې ته اړول، فوټوکاپي کول (یا نقلول)، رېکارډ یا ثبتول او پر ووبپاڼو له اجازې او حوالې ورکولو پرته خپرول د قانون خلاف عمل دی.

په پېښور کې د عامر پرېنټرز اېنډ پبلېشرز په نوم د خپروندیه ټولنې مشر عامر خان وايي، کله چې یوه خپرندویه ټولنه په خپل لګښت کتاب چاپ کړي نو ټول حقونه یې له هغې ټولنې سره خوندي وي خو که لیکوال یې په خپلو پیسو خپروي، نو د چاپ حقونه یې له هغه سره وي.

خو دی وايي، کتابونه اکثر دې حقونو ته له پام کولو پرته، په بیا بیا خپرېږي.

عطالله جان وایي، په پاکستان کې د کتابونو د خپراوي حقونو (کاپي رایټس) قانون شته چې په ټول ملک کې نافذ دی خو د سرغړونو په صورت کې کم خلک عدالتونو ته ځي.

نوموړي وايي، د کتابونو د حقونو خلاف ورزۍ په اړه عدالتي قضیې (کېسونه) خورا کم وي.

جان زیاتوي، "دلته څوک د انسانانو د حقونو خیال نه ساتي نو کتاب خو ډېر بې ضرره څیز دی."

د کتاب ورځې په مناسبت د ځوانانو غږ خپرونه

د کتاب نړیواله ورځ او پښتانه ځوانان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:50:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتو ژبې د ګڼو کتابونو لیکوال حضرت زبیر زبیر وايي، که لیکوالان له بل کتابه څه نقلوي نو هرو مرو یې باید حواله ورکړي ځکه چې دا هم د خپراوي حقونو ته د درناوي ترڅنګ د څېړنو یو مهم اصل دی.

ده همداراز وویل، داسې خلک هم شته چې "څه مواد د یو چا له کتابه واخلي او څه د بل او په خپل نوم یې چاپ کړي" چې دا د غلا یا نقل (plagiarism) معنا لري.

د پښتو ژبې کتابونه

زبیر وايي، یوه مهمه ستونزه دا ده چې د اردو او انګرېزۍ ژبې کتاب خو خلک په پېسو اخلي، خو د پښتو ژبې کتابونه زیاتره وخت لیکوالان خلکو ته ډالۍ کوي.

د ده په خبره، "د پښتو ژبې زیاترو لیکوالانو خپل کتابونه دوست او رشته دارو ته وړیا ورکړي دي. دلته د لیکوال مقصد دا وي چې خپل دغه پېغام پښتنو ته ورسوي - که هغه د شاعرۍ په صورت کې وي او که د نثر. اوس په خلکو کې پوهه زیاتېږي او زه وینم چې د پښتو له کتاب سره هم د پښتنو مینه زیاتېږي خو لا هم په دې اړه زیات کار کول [په کار] دي."

د کتابونو لوست رجحان

په لندن کې د کتابونو د نړیوالې ورځې (ورلډ بوک ډې) په نوم یوه ووبپاڼه وايي، د کورونا وایرس جهاني وبا او د ټولبند پر مهال د کتابونو لوست زیات شوی.

خو د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې استاده نګینه خانم وایي، د پخوا پرتله زده کوونکي اوس زیات غېر نصابي کتابونه نه لولي او اکثر د انټرنېټ له لارې معلومات غونډوي.

نوموړې وايي، د پوهنتونونو زده کوونکي اکثر د کاغذي کتاب پر ځای برېښنايي کتابونه لولي.

خانم وايي، برېښنايي کتاب لوست هم ښه کار دی، خو نوموړې ګیله منه ده چې ځینې زده کوونکي له ګوګله (Google) معلومات واخلي او بیا یې د پوهنتون په پرچو او مضمونونو کې ولیکي.

نوموړې زیاتوي چې پښتانه اکثر داستانونه (ناولونه) او نور کتابونه لولي خو ځینې یې څېړنیز کتابونه هم خوښوي.

په پېښور کې د کتابونو د چاپخانې مشر عامر خان هم د نګینې خانم خبره تکراروي او وايي، د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي د لنډو کیسو (افسانو)، داستانونو او ځینې څېړنیز کتابونه خوښوي. مشر امر خان مشال راډیو ته وایي، په خیبر پښتونخوا کې زیاتره خلک د افسانو، ناولو او څېړنې کتابونه زیات خوښوي.

ورلډ بوک ډې وايي، د کورونا وایرس جهاني وبا حالاتو ته په کتو، یو شمېر نړیوالو ادارو کتابونو ته د خلکو لاسرسی وړیا کړی دی او یا یې د کتابونو بیې ښکته کړې دي.

دا ووبپاڼه لیکي، غواړي خلکو ته ووایي چې "کتاب تر ټولو غوره ملګری دی."

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG