د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د پښتونخوا ځوانانو ته د لوړو زده کړو بورسونه زیات کړل


د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځی
د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځی

د افغانستان حکومت د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعو دولسم پاس زده کوونکو ته په خپلو تعلیمي ادارو کې د زده کړو لپاره بورسونه زیات کړي دي.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د قبایلي زده کوونکو ګمارل شوي استازي زیارمل حمیدي د مې پر ۲۹مه مشال ریډيو ته وویل، د افغان حکومت لخوا اعلان شوی دا پروګرام د خیبرپښتونخوا قبایلي ضلعو هغو زده کوونکو ته د تعلیم جاري ساتلو یوه موقع په لاس ورکوي چې د مالي مشکلاتو له امله سبق ته دوام نه شي ورکولای.

هغه وايي:

"دا د افغانستان د حکومت لخوا هغه وظیفې دي چې د تعلیم له پلوه وروسته پاتې قبایلي سیمو لپاره دي. نو دا یو غټه موقع ده، د دغو سیمو دولسم پاس زده کوونکي کولای شي چې دغو سکالرشپونو ته درخواستونه ورکړي، رادې شي افغانستان ته، اول دې خپل قبایلي کارډ واخلي او وروسته دې د خپلو اسنادونو د جمع کولو کاروايي پوره کړي."

کابل پوهنتون
کابل پوهنتون

زیارمل وویل، د پاکستانیو زده کوونکو لپاره د زده کړو د فرصت برابرولو دغه پروسه نوې نه ده بلکې له کلونو راهیسې روانه ده خو د هغه په خبره د پخوا پرتله د دغو وظیفو شمېر اوس مهال زیات شوی او دا پروسه په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو زده کوونکو لپاره ده.

د افغانستان حکومت وار له مخه د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د پښتنو لپاره هر کال ۱۰۴ ځانګړي سیټونه لري چې په ترڅ کې یې زده کوونکو ته د کانکور له ازموېنې وروسته هلته داخلې ورکول کېږي. دا وخت د دواړو صوبو یو شمېر زده کوونکي په افغانستان کې د طب او انجنیرۍ زده کړې حاصلوي.

دغه پروسه نوې نه ده بلکې له کلونو راهیسې روانه ده خو د هغه په خبره د پخوا پرتله د دغو وظیفو شمېر اوس مهال زیات شوی
د افغانستان سرحداتو وزارت چاراواکی زیارمل حمیدي

د قبایلي سیمو د زده کوونکو سازمان ( ټرایبل یوت جرګې) مشر خیال زمان اورکزي د مې پر ۲۹مه، مشال ریډيو ته وویل، د افغانستان حکومت دا ګام د ستاینې وړ دی او دوی یې شکریه ادا کوي چې د دوی لپاره داسې پالیسیانې لري.

هغه وايي:

"د افغانستان د حکومت موږ ځکه شکریه ادا کوو، چې په قبایلي سیمو کې ډېر تکړه زده کوونکي دي خو د وسایلو د کمي له امله خپل اخراجات نه شي پوره کولای. هغوی له دولسم وروسته یونیورسټۍ ته د تللو وس نه لري. موږ د هغوی شکر ګزار یو چې داسې موقع یې راته برابر کړې ځکه چې افغانستان په خپله داسې حالاتو کې دې او د هغې باوجود هغوی زموږ د قبایلو زده کوونکو لپاره داسې ښه سوچ او پالیسي لري. تر دې مخکې هم داسې په طب کې سیټونه وو او وظیفې وې چې اوس هم شته. په باچا خان مرکز کې به د هغې فارمونه جمع کېدل."

د کابل پوهنتون هاسټل
د کابل پوهنتون هاسټل

د خیال زمان په خبره، د دوی داسې ډېر ملګري دي چې په افغانستان کې یې د طب تعلیم مکمل کړی او له دغو وظیفو یې ګټه اخیستې ده.

زیارمل حمیدي وویل، چې دغه ۲۰۰ سکالرشپونه یا وظیفې د افغانستان په څلورو پوهنتونونو کې په مختلفو شعبو لکه ایم بي ای، معاشیات، ادب، قانون، کمپیوټر ساینس او طب کې د زده کړو لپاره ځانګړې شوي دي:

" څلور پوهنتونونه دي، په افغانستان کې، چې یو د کندهار پوهنتون دی، یو د ننګرهار دی. یو په خوست کې د شېخ زاید او بل د کابل پوهنتون دی. ۲۰۰ سکالرشپونه دي. قانون خو دا دی چې ازاده سیالي وي. یاني ۲۰۰ وظیفو ته باید حد عقل ۶۰۰ کاندیدان ولاړ وي. دا که تر دې زیات هم وي نو څه مسله نشته، خو دوی یوازې د ۲۰۰ کسانو د جذبولو وړتیا لري."

زه تېر کال د ټیسټ لپاره تللی وم خو له بده مرغه پاس پکې نه شوم خو بیا هم ټول نظام مې کتلی و. هلته د کوزې پښتونخوا زده کوونکو ته افغان حکومت ډېر سهولت ورکړی
د خیبر یو محصل حکیم خان

د خېبر ضلعې یو زده کوونکی حکیم خان چې تېر کال افغانستان ته د داخلې لپاره ورغلی و، وايي چې هلته نه یوازې سبق مفت دی بلکې حکومت د رهایش سهولت هم برابروي.

"زه تېر کال د ټیسټ لپاره تللی وم خو له بده مرغه پاس پکې نه شوم خو بیا هم ټول نظام مې کتلی و. هلته د کوزې پښتونخوا زده کوونکو ته افغان حکومت ډېر سهولت ورکړی و. هلته یې هلکانو ته مفتې هاسټلې ورکړې وي او نورې ټولې خرچې یې هم ورکوي."

د زیارمل په خبره له زده کوونکو به وروسته له هغې ازموینې اخیستل کیږي چې په افغانستان کې امتحانونه سرته ورسیږي. نوموړي وویل، د بریالیو کاندیدانو نتیجې به له ټیسټ اخېستو یوه ورځ وروسته اعلان شي او ټاکل شوې چې د زده کړو بهیر د روان کال په سیپټمبر کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG