د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځیني ځوانان "ان لاین" کلاسونو پر مهال ګیمونه کوي: کورنۍ


په چارسده کې د یو شخصي سکول مشر شهزاد الدین وايي، هغوی سره دومره وسایل نشته چې ټولو زده کوونکو ته پرې ان لاین زده کړو سهولت برابر کړل شي.
په چارسده کې د یو شخصي سکول مشر شهزاد الدین وايي، هغوی سره دومره وسایل نشته چې ټولو زده کوونکو ته پرې ان لاین زده کړو سهولت برابر کړل شي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس د ټولبند له وجې تعلیمي سرګرمۍ ټکنې شوې او پر لیکه یا ان لاین توګه باندې زده کوونکو ته درسونه ورکول کېږي.

خو یو شمېر کورنۍ وايي، د هغوی ماشومان د "ان لاین" کلاسونو پر مهال ګیمونه کوي او یا هم په ټولنیزو رسنیو کې وخت ضایع کوي. پخپله ځیني زده کوونکي هم د دې خبرې اعتراف کوي.

د چارسدې د ګورنمنټ کالج د ۱۲م صنف زده کوونکی زرک خان وايي، هغوی ځکه ګیمونه کوي چې په ان لاین زده کړو یې سر نه خلاصېږي. نوموړی وايي، ان لاین کلاسونه هېڅکله د مخامخ کلاسونو متبادل نه شي کېدای.

په چارسده کې د یو شخصي سکول مشر شهزاد الدین وايي، هغوی سره دومره وسایل نشته چې ټولو زده کوونکو ته پرې ان لاین زده کړو سهولت برابر کړل شي. نوموړی وايي، حکومت له پکار دي چې د ماشومانو د وخت د ژغورلو په خاطر دې تعلیمي ادارې پرانېزي.

هم د چارسدې اوسیدونکی جاوید علي چې ماشومان یې ان لاین زده کړې کوي وايي، دا د مور او پلار ذمه واري هم جوړېږي چې د خپلو ماشومانو داسې تعلیم او تربیه وکړي چې هغوی ته د ذمه وارۍ احساس وي او خپل وخت په بې ځایه ګیمونو او ټولنیزو رسنیو کې نه ضایع کوي.

د تعلیمي چارو پوه شیراز پراچا بیا وايي، تر اوسه په پاکستان کې د ښوونکو هم سمه روزنه نه ده شوې چې په څه ډول باید پر لیکه درسونه ورکړي نو زده کوونکي بیا څه ملامت دي؟ نوموړی واي، راتلونکی وخت به د دې تقاضا کوي چې د ان لاین زده کړو لپاره د استادانو مناسبه روزنه وشي.

پاکستان د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه په تعلیمي ادارو بندیزونه لګولي او د ان لاین زده کړو امر یې کړی خو ګڼې تعلیمي ادارې شکایت کوي چې هغوی سره دومره سهولتونه نشته چې ټولو زده کوونکو ته پرې ان لاین زده کړو سهولت برابر کړي.

د حسن علي راپور

XS
SM
MD
LG