د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايا امريکا په پاکستان کې پوځي اډې جوړوي؟ 


د پاکستان بلوچستان صوبې د جیکب اباد په شمسي هوايي اډه کې دوې امریکايي هېليکوپټرې الوتو ته تیاری نیسي. د ۲۰۰۲ز کال انځور.
د پاکستان بلوچستان صوبې د جیکب اباد په شمسي هوايي اډه کې دوې امریکايي هېليکوپټرې الوتو ته تیاری نیسي. د ۲۰۰۲ز کال انځور.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي چې امريکا ته به هېڅکله د پوځي اډو جوړولو اجازه ورنکړي.

شاه محمود قريشي د مې پر ۲۵مه د پاکستان قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډې غونډې ته په وينا کې هغه خبرونه "بې بنسټه او پر ګنګوسو ولاړ" وبلل چې ګواکې امريکا په پاکستان کې پوځي اډې جوړوي. ''د [وزيراعظم] عمران خان په موجودګۍ کې به هېڅ امريکايي اډه د پاکستان پر خاوره جوړه نه شي. تېر وخت هېر کړئ. د پاکستان حکومت په څرګند ډول ويلي چې موږ به په پټه د ډرون کارولو اجازه ورنکړو او نه هم موږ ستاسو د ډرون په څارنه کې دلچسپي لرو.''

قريشي دا خبرې تر هغې وروسته کړي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په بېلا بېلو رسنيو کې د پاکستان لخوا امريکا ته د افغانستان د څارنې لپاره د پوځي اډې جوړولو موضوع توده ده.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد حفيظ چودري د مې پر ۲۴مه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي ول چې په پاکستان کې نه امريکا پوځي يا هوايي اډه لري او نه هم پر دا ډول وړانديز غور روان دی. نوموړي زياته کړې وه چې ''د دواړو هېوادونو ترمنځ له ۲۰۰۱ز کال راهيسې د مواصلاتو هوايي او ځمکنۍ کرښو د همکارۍ چوکاټ موجود دی خو په دې لړ کې نوی تړون نه دی شوی.''

په رسنيو کې په دې اړه تر هغه وروسته راپورونه خپاره شول کله چې تېره اوونۍ د امريکا دفاع وزارت (پېنټاګان) مرستيال وزير ډېويډ هېلوي د امريکايي سېنېټ د پوځي خدماتو کمېټۍ ته د معلوماتو ورکولو پر وخت وويل چې پاکستان په افغانستان کې مهم رول لري او د افغان سولې پروسې ملاتړ يې کړی دی. نوموړي زياته کړه چې پاکستان امريکا ته د خپل هوايي حريم د کارولو او په افغانستان کې د امريکايانو د پوځي حضور د ملاتړ لپاره د رسايي اجازه ورکړې ده.

نوموړي د سېنېټرانو د پوښتنو په ځواب کې وويل چې امريکا به له پاکستان سره خبرې جاري ساتي ځکه د افغانستان او په افغانستان کې د سولې د راتلونکې لپاره به د پاکستان ملاتړ او مرسته ډېره مهمه وي.

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او د دفاعي چارو پوه لېفټينېنټ جنرل طلعت مسعود وايي چې پاکستان نه غواړي امريکا ته پوځي اډې ورکړي خو نورې اسانتياوې ورکولای شي. ''پاکستان کولای شي چې امريکايي الوتکو ته د تېلو اچولو اسانتيا برابره کړي يا پر سرحدونو همکاري ورسره وکړي خو د اډو پر ورکولو به حکومت راضي نه شي ځکه په غبرګون کې يې سخت احتجاج کېدلای شي.''

مسعود زياتوي که د افغانستان حالات خرابيږي نو امريکا او پاکستان په استخباراتي او نورو څانګو کې له يو بل سره همکاري کولای شي او پاکستان د ځمکې له لارې اسانتيا ورکولای شي چې دا ډول د جنګ له منفي اغېزه ځان خوندي کړي.

د امريکايي او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو ترمنځ ليدنې او د دوه اړخيزه همکاريو خبرې له هغه وروسته تودې شوې چې د امريکا د مرکزي کومندې مشر کومندان جنرل فرېنک مېکېنزي د مې پر ۱۹مه خبريالانو ته ويلي و چې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره د هوايي لارو د کارونې لپاره د حقونو اخيستلو او پوځي اډو جوړولو خبرې روانې دي. نوموړي زياته کړې وه چې د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې د اډو نه لرل به د افغانستان څارنه ګرانه او ځنډنۍ کړي.

د سوېټزرلېنډ په جېنېوا ښار کې د مې پر ۲۳مه د پاکستان د ملي امنيت مشاور معيد يوسف له خپل امريکايي سيال جېک اوسولېوان سره پر دوه اړخيزه همکاريو خبرې وکړې. تر ليدنې وروسته ګډه اعلاميه کې ويل شوي ول چې د دواړو لوريو ترمنځ مثبت بحث وشو او د دوه اړخيزه همکاريو د لا زياتولو لپاره دواړې خواوې پر خبرو جاري ساتلو سلا شوې.

تر دې يوه ورځ وروسته د مې پر ۲۴مه د امريکا دفاع وزير لايډ اسټن او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ټېليفون له لارې خبرې وکړې. دواړو مشرانو په سيمه کې د امنيت او ثبات لپاره پر شريکو ګټو بحث وکړ. په دې اړه د امريکا دفاع وزارت خبرپاڼه او د اسټن ټويټ څرګندوي چې نوموړي له پاکستان سره د دوه اړخيزه اړيکو جوړولو د جاري ساتلو هيله ښوولې.

د امريکا دفاع وزارت وياند د مې پر ۲۴مه له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي چې له پاکستان سره يې پر سفارتي کچ خبرې روانې دي. نوموړي زياته کړه چې په دې خبرو کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پر بېلا بېلو لارو چارو او فرصتونو غور روان دی چې يو يې د پوځي اډو جوړول دي. په ناتاييد شويو راپورونو کې راغلي چې پوځي اډه ښايي د بلوچستان په نصير اباد سيمه کې جوړه شي.

خو په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې پخوانی مشر او شنونکی پروفېسر ډاکټر اعجاز خان خټک وايي چې پاکستان ښايي امريکا ته هوايي او ځمکنۍ لارې ورکړي خو د مستقل اډې ورکول ګران ښکاري ځکه يو خوا اپوزيشن ګوندونه د دې کار مخالفت کوي او بلخوا چين له پاکستانه ناراضه کېږي. "پاکستان غواړي چې له امريکې سره ښې اړيکې وساتي خو له چين سره ورانی نه غواړي. په بلوچستان کې مستقله اډه ورکول چې هلته ګوادر هم دی او چين هم سرمايه کاري کړې ده، نو دا ډېر ګران کار دی."

چين له کاشغر سيمې څخه بيا د پاکستان تر ګوادر بندره د شاوخوا ۵۰ اربه ډالرو په لګښت پر ګڼ اړخيزه پروژو کار روان کړی دی چې چين ــ پاکستان اقتصادي راهداري يا سيپېک بلل کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان ۲۰۲۱ز کال د اپرېل پر ۱۴مه له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نوې نېټه اعلان کړه او ویې‌ ویل چې دغه پوځیان به د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې ووځي خو له دې هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د امریکا او طالبانو د هغې موافقې پر اساس چې د پروسږکال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه لاسلیک شوې وه، په پام کې وه چې ټول امریکايي پوځیان د مې پر لومړۍ نېټه له افغانستانه ووځي.

د سېپټېمبر ۱۱مه هغه نېټه ده چې شاوخوا ۲۰ کاله مخکې (۲۰۰۱ز کال کې) د القاعده شبکې چې مشرانو یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه، په نیویارک او واشنګټن کې ترهګر بريدونه وکړل.

تر دې بريدونو وروسته امريکا او ايتلافيانو افغانستان ته خپل پوځونه ولېږل چې شمېر يې يو وخت تر يو لک واوښت. له راپورونو سره سم هغه مهال امريکا د پاکستان بلوچستان په جیکب اباد کې شمسي هوايي اډه کارول خو پاکستاني چارواکي وايي چې اوس نه خو هلته امريکا پوځي حضور لري او نه هم اډې په واک کې لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG