د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب تر اوسه د حاجیانو شمېر نه دی ټاکلی: قادري


سعودي عرب کې پروسږکال (۲۰۲۰) حاجیان د حج مراسم ادا کوي
سعودي عرب کې پروسږکال (۲۰۲۰) حاجیان د حج مراسم ادا کوي

د مذهبي چارو وفاقي وزیر نورالحق قادري ویلي، د سعودي عرب حکومت لا هم پرېکړه نه ده کړې چې سږ کال به څومره خلکو ته د حج اجازه ورکوي.

دا خبره نوموړي د مې پر ۲۳مه ماښام شاوخوا اووه نیمې بجې د پاکستان د مذهبی چارو د وزارت پر ټوېټر پاڼه په ویډیو بیان کې کړې ده.

د اتوار پر ورځ د قادري تر دې بیان وړاندې په انګرېزۍ ورځپاڼې ډان کی راغلې ول چې سعودي حکومت سږ کال ۶۰،۰۰۰ خلکو ته د حج اجازت ورکړې چې ۱۵،۰۰۰ به یې سعوديان او پاتې هغه به د نورو هېوادونو وي. خو نور الحق قادري وايي، د سعودي عرب د حج او عمرې د وزارت له وزیر سره یې خبرې کړي او هغه ورته وویل چې تر اوسه یې پرېکړه نه ده کړې.

''په رسنیو کې چې کوم خبر خپور شوی، هغه د سعودي عرب د صحت د وزارت سپارښتنه ده، نه چې فیصله. د حاجیانو تعداد به څومره وي؟ د هغوی [لپاره به احتیاطي لارښوونې] څه وي؟ دا به وروسته کتل کېږي، خو تر اوسه وروستۍ فیصله نه ده شوې.''

قادري دا هم وویل، ذمه واري یې جوړېږي، چې ولس له حقیقته خبر کړي. د ده په خبره، د سعودي عرب حکومت د حاجیانو د تعداد او د کورونا وایرس د احتیاطي لارښوونو په حواله هېڅ فیصله نه ده کړې.

د کورونا وایرس تر جهاني وبا مخکې هر کال تر ۲،۵ میلیونه پورې خلک د حج ادا کولو لپاره ورتلل، او شاوخوا همدومره خلکو به عمره هم کوله. ‌ډان ورځپاڼه وايي، د سعودي عرب حکومت به له حج او عمرې څخه هر کال تر ۱۲ اربه ډالرو پورې ګټل.

ریاض پروسږ کال د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې یوازې ۱،۰۰۰ کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړې وه. د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه وايي، تېر کال له پاکستانه شاوخوا ۱۸۰،۰۰۰ خلکو د حکومتي سکیم له لارې او څه د پاسه ۷۱،۰۰۰ خلکو په شخصي ډول د حج درخواستونه کړي ول خو د سعودي عرب تر فیصلې وروسته د پاکستان د مذهبي چارو وزارت اعلان وکړ چې ټولو ته خپلې پیسې بیرته ورکوي.

د مذهبي چارو وزیر نور الحق قادري زیاتوي، د سږني حج په اړه د سعودي عرب تر رسمي اعلان وروسته به حکومت له پاکستانه حج ته د تلونکو او د هغوی د شمېر په اړه پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG