د افغانستان د حج او اوقاف وزارت وايي، تر اوسه یې سږني حج ته د افغانانو استولو پرېکړه نه ده ړې.
د وزارت ویاند فضل محمد حسیني د اپرېل لومړۍ پر ماښام مشال راډیو ته وویل، افغان حکومت د حج په اړه د سعودي عرب اعلان ته انتظار باسي.
ده وویل، ریاض هر کال د حج د ښه تنظیم لپاره له ټولو هېوادونو څخه رسمي پلاوي ورغواړي چې د سعودي عرب د حج له وزارت سره ځینې موافقې لاسلیک کړي خو تر اوسه ورسره هغه هېواد هېڅ رابطه نه ده کړې.
سعودي حکومت په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا د مخنیوي په موخه د حج مراسم محدود کړل چې له وجې یې د دوه میلیونه پر ځای یوازې څو زره کسانو حج وکړای شو.