د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت انتخاباتي اصلاحاتو ته ژمن دی: عمران خان


عمران خان ویلي چې د قامي اسمبلۍ لپاره د کراچۍ پر ۲۴۹مه څوکۍ انتخاباتو باندې ټول سیاسي ګوندونه ګوتې پورته کوي - د ارشیف انځور.
عمران خان ویلي چې د قامي اسمبلۍ لپاره د کراچۍ پر ۲۴۹مه څوکۍ انتخاباتو باندې ټول سیاسي ګوندونه ګوتې پورته کوي - د ارشیف انځور.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان اپوزیشن ګوندونو ته وړاندیز کړی چې له حکومت سره په انتخاباتي اصلاحاتو کې برخه واخلي.

عمران خان د مې پر لومړۍ نېټه پر ټولنیزو رسنیو په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د اپرېل پر ۲۹مه د قامي اسمبلۍ لپاره د کراچۍ ۲۴۹مې حلقې پر ضمني انتخاب ټول سیاسي ګوندونه ګوتې پورته کوي.

د ده په وینا، هر ګوند وايي چې په دې کې ټګي شوې او دا رنګ د پنجاب په ډسکې کې هم پر انتخاباتو د درغلۍ تورونه لګېدلي ول.

نوموړي ویلي چې د ۱۹۷۰ز کال له انتخاباتو پرته پر ټولو انتخاباتو د درغلیو تورونه پورې شوي دي چې له کبله یې نتیجې مشکوکې شي.

عمران خان ویلي،په داسې حال کې د برېښنايي مشین او د ټېکنالوژۍ کارول د دې مسلې یوازینی حل دی.

د ده په وینا، د تحریک انصاف حکومت ژمن دی چې د شفافو ټاکنو لپاره د ملک په انتخاباتي نظام کې اصلاحات وکړي.

د اپوزیشن ګوندونو دریځ

اپوزیشن ګوندونه وايي که عمران خان په انتخاباتي اصلاحاتو کې سنجیده وي نو باید دا معامله پارلېمان ته یوسي چې ټول ګوندونه ورباندې بحث وکړي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ سېنېټر بهره مند تنګي مشال راډیو ته وویل چې که عمران خان ریښتیا هم انتخاباتي اصلاحات غواړي نو له اپوزیشن سره دې خبرې وکړي.

ده وویل، "عمران خان یوازې په دې نعره وخت تېروي چې د هغه نوم وشي نو هغه تر ننه د پارلېمان ماحول د قانون سازۍ لپاره برابر نه کړ. خو که نن ده ته احساس وشو نو دا هم لویه خبره ده."

د پاکستان مسلم لیګ نواز د خېبر پښتونخوا صوبې مرستیال مشر شهاب الدین خان مشال راډیو ته وویل وویل، په کراچۍ کې ولیدل شو چې پاکستان تحریک انصاف تر شپږ نمبره هم شا ته ولاړ.

د ده په خبره، "له عمران خانه اوس وار خطا شوی دی تر اوسه هغه اپوزیشن مشر په جېل کې اچولی وو، پر اپوزیشن ګوندونو تورونه لګوي او نن اپوزیشن ته وايي چې له حکومت سره کښېني نو ده ته خو اپوزیشن له وړاندې وايي چې د خبرو اترو ځای پارلېمان دی."

شهاب الدین خان زیاته کړه چې عمران خان دې پارلېمان ته ورشي او دا ټولې مسلې دې هلته هوارې کړي.

وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر ۱۰مه د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر ته په لیک کې ویلي ول چې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره یوه کمېټي جوړه کړي.

په هغه لیک کې ویل شوي ول چې په یاده کمېټۍ کې د اپوزیشن ګوندونو پارلېماني غړي واخلي چې د انتخاباتو اصلاحاتو لپاره ټول خپل خپل تجویزونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG