د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې دکانداران په سخت ټولبند خوشاله نه دي


په کوټه کې پولیس د ټولبند د عملي کولو پر مهال
په کوټه کې پولیس د ټولبند د عملي کولو پر مهال

د پاکستان د نورو صوبو په شان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې هم د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره ټولبند عملي‌کېدل پېل شوي.

د مې په نهمه په کوټه کې پولیسو او ايف سي ځواکونو ګزمې پېل کړي او هر هغه دکان بندوي چې د خلاصولو ضرورت یې نه وي. د حکومت د لارښوونو ترمخه يوازې د خوراکي شيانو دکانونه، دوا خرڅولو ځايونه او تېلو پمپونه به پرانیستي وي.

دکوټي ښار د باچا خان چوک یو دکاندار رحمت الله وايي حکومت دې پر دوی کاروبار نه بندوي. هغه د مې په نهمه مشال رېډيو ته وويل چې نن سبا یې د سودا خرڅولو ښې ورځې دي. ((د ډپټي کمیشنر صاحب سره پولیس او ایف سي وه او په خلکو یې په زور دکانونه بندول. حکومت دې دکاندارانو سره مذاکرات وکړي چې د دې مسلې یو حل راووځي.))

خو حکومت لا وختي اعلان کړی وو چې د مې له اتمې څخه تر شپاړسمې پورې به د کورونا وایرس مخنيوي لپاره مارکيټونه تړي او خلک به بغېر له ډير ضرورته له یوې ضلعې بلې ته نه ځي.

د بلوچستان د سوداګرو اتحادیې مشر، عبدالرحیم کاکړ د مې په نهمه مشال رېډیو ته وویل چې دوی به د مې په لسمه په کوټه کې د دکاندارانو د بندولو په خلاف مظاهره کوي.

بلخوا په پېښور کې هم دکانداران د حکومت په بندیزونو خوشاله نه دي او وايي چې د روژې په وروستيوو او اختر په ورځو کې یې ښه سودا کېږي نو په داسې وخت کې د ټولبند عملي‌کول به یې اقتصاد ته لوی تاوان ورسوي.

په پېښور کې د پيزار جوړونکو د اتحادیې يو غړي محمد لقمان د مې په نهمه مشال رېډيو ته وويل چې که د اختر په ورځو کې یې کاروبار وتړل شي نو ګټه به څه وخت کوي. ((زموږ مخکې نه ډير تاوان شوی دی. که نور تاوان مو وکړ نو دومره زور راکې نشته چې ترې راووځو.))

په پېښور کې ځيني دکانداران د دکانونو د پرانيستې په تور نيول شوي او ځيني نور جرمانه شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې له تېرو دريوو هفتو راهیسې هره ورځ ۴۰۰۰ يا له دې زیات د کورونا وایرس کېسونه مخې ته راځي.

XS
SM
MD
LG