د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا وبا، ۱۴۰ نور کسان وژلي


ډاکټر وايي، پکار ده ولس د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې احتیاط وکړي.
ډاکټر وايي، پکار ده ولس د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې احتیاط وکړي.

په پاکستان کې په تېر يو شواروز کې له کورونا وايرسه ۱۴۰ کسان مړه شوي او ۴،۲۹۸ کسان په اخته شوي دي.

د پاکستان روغتيا وزارت وايي چې دا ډول په دې هېواد کې تر دې دمه (مې اوومې) څه باندې اته نيم لکه کسان کورونا وايرس وهلي چې ۱۸،۶۷۷ ورڅخه مړه شوي او څه کم اووه نيم لکه بیرته ورڅخه رغېدلي دي.

اخوا بيا د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير فواد چودري د مې پر شپږمه په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي چې د کورونا وايرس د کنټرول لپاره حکومت سر له سبا (د مې له اتمې) بيا د مې تر ۱۶مې نېټې پورې په ټول هېواد کې د عمومي رخصتيو اعلان کړی دی.

نوموړي زياته کړې چې ولس دې وړوکی اختر پر کورونو تېر کړي چې دا ډول د کورونا وايرس خپرېدو مخه ونيول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG