د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس مخنيوي لپاره ټولې تعلیمي ادارې وتړل شوې


د پېښور يو خالي سکول
د پېښور يو خالي سکول

د پاکستان چارواکو د مې تر ۲۳مې پورې د ټولو تعلیمي ادارو د تړلو اعلان کړی.

دا پرېکړه د مې په اتمه په اسلام اباد کې د کورونا وایرس د څار مرکزي ادارې یا نېشنل کمانډ اینډ اپرېشن سېنټر په غونډه کې شوې ده. تر دې مخکې تعليمي ادارې د مې تر ۱۷مې پورې تړلې وي.

یادې ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کورونا وایرس وبا ته په کتو یې دا پرېکړه کړې خو دې موضوع ته به د مې پر ۱۸مه په راتلونکې غونډه کې بیا کتنه کېږي.

په پاکستان کې د کورونا وبا له وجې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۱۱۸ کسان مړه شوي دي.

په دې اړه د معلوماتو ورکولو حکومتي ویبپاڼې د می پر نهمه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس نور ۳۷۸۵ کیسونه ثبت شوي دي. په تېرو شواروز کې د دې ناروغۍ څخه ۴۵۶۹ کسان بیرته ښه شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG