د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د اروپايي ټولنې په جي اېس پي کې د پاته کېدو هڅه کوي


اروپايي پارلیمان د یو قرارداد له لارې له پاکستان سره تجارتي اړیکو او په دغه اړه ورکړل شویو اسانتیاو ته د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
اروپايي پارلیمان د یو قرارداد له لارې له پاکستان سره تجارتي اړیکو او په دغه اړه ورکړل شویو اسانتیاو ته د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان اقتصادي چارو پارلېماني سکرېټري محمد يعقوب شيخ وايي، حکومت يې هلې ځلې کوي چې هېواد یې د اروپايې کمېشن د لومړیتونو له نوملړه یانې جي اېس پي څخه و نه اېستل شي.

جنرلايزډ سکيم اف پرېفرنس (جي ايس پي) پلس د اروپايي ټولنې یو داسې پروګرام دی چې له مخې له پاکستان سره د برامداتو په برخه کې د مالیې له پلوه ښېګړه کېږي.

په دا وروستیو کې اروپايې پارلېمان يو داسې قرارداد منظور کړی چې پکې له اروپايې کمېشن غوښتنه شوې چې د جي اېس پي پلس لاندې اروپا ته پر پاکستاني صادراتو د مالیې نه اخیستو پر پرېکړې له سره غور وکړي.

که اروپايې کمېشن د پاکستان جي ايس پي پلس حیثيت ختم کړ نو د پاکستان به ډېر تاوان وشي.
محمد يعقوب شیخ

محمد يعقوب شیخ چې د قامي اسمبلۍ د کامرس يا تجارت قايمه کمېټې غړی هم وايي، که اروپايې کمېشن د پاکستان جي ايس پي پلس حیثيت ختم کړ نو د پاکستان به ډېر تاوان وشي.

نوموړي د مې پر پینځمه مشال راډیو ته وويل چې حکومت يې سفارتي هلې ځلې شورو کړي چې د پاکستان جي ايس پي پلس حیثيت ختم نه کړل شي.

د نوموړي په خبره: "له پاکستانه اروپايې هېوادونو ته نږدې ۵۰ فيصده برامدات کېږي او که حیثیت ختمېږي يوه تشه به رامنځته شي. موږ ډېر زيات اندېښمن يو ځکه چې موږ خپل صادرات زياتول غواړو."

اروپايې پارلېمان د اپرېل پر ۲۹مه د پاکستان جي ايس پي پلس حیثيت ته د بيا کتنې قرارداد ځکه منظور کړو چې د دوی په اند په پاکستان کې پر خلکو د مذهبي سپکاوي تورونو لګېدل او په خبريالانو او ولسي ټولنو انلاين او نورې حملې زياتې شوي دي او د مذهب سپکاوي قانون ناسم استعمالېږي.

په ياد قرارداد کې له پاکستانه غوښتل شوي چې د ۱۹۹۷م ترهګرۍ مخنيوي قانون کې دې بدلون وکړي چې دارنګ د مذهب د سپکاوي مقدمو اورېدنه دې په ترهګرۍ مخنيوي عدالتونو کې ونه کړل شي.

په قراردادا کې پاکستان کې د هغو احتجاجونو یادونه هم شوې چې په دا وروستیو کې له پاکستانه د فرانسې سفیر شړلو لپاره د مذهبي کلعدم تحریک لبیک پاکستان پلویانو وکړل.

دغه راز د پاکستان پارلېمان د هغه قرارداد یادونه هم شوې، چې د فرانسې سفیر شړلو په هکله یې د بحث لپاره منظوري ورکړې شوه.

اړوند موضوعات:


د يادونې ده چې د جي ايس پي پلس سکيم له مخې د پاکستان په ګډون د ځينو نورو ترقي پزير هېوادونو مصنوعات چې د يورپي يونين منډيانو ته وروړل کيږي نو ماليه پرې نه اخېستل کېږي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه قیصر بنګالي وايي، که پاکستان کې سختدريځي زياتېږي نو کېدای شي چې اروپايې اتحاديه د پاکستان جي ايس پي پلس حېثيت ختم کړي.

نوموړی وايي د پاکستان ۲۵ فيصده اېکسپورټ اروپايې هېوادونو ته کېږي او که ياد حېثيت یې ختم کړل شو نو د پاکستان اقتصاد ته به غټ تاوان ورسيږي.

قیصر بنګالي د مې پر پنځمه مشال راډيو ته وويل، اوس به پاکستان ته په هېواد دننه سختدرځي ختمول وي.

البته نوموړی وايي، يورپي يونين ته د پاکستان جي ايس پي پلس حیثيت ختمول نه دي پکار ځکه چې د دې اثرات به په مزدور او غريبه طبقه پرېوځي نو د ده په خبره بايد چې يورپي يونين د رياست چلونکي مجبوره کړي چې د سختدريځۍ مخه ونيسي:

"د پاکستان حکومت د رويې بدلېدو نښې په نظر نه راځي.که د پاکستان جي ايس پي پلس حیثيت ختم کړل شو او کارخانې بندې شوې او مزدور بې روزګاره شو او له برامداتو چې کومې ډالرې ملک ته راځي د دې راتلل بند شول نو ګراني به زياته شي او غريب له نورو مسلو سره مخ شي خو حکومت به بيا له نړيوالو بنکونو او ادارو نوې قرضه واخلي."

اوس به پاکستان ته په هېواد دننه سختدرځي ختمول وي.
قیصر بنګالي

بلخوا په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي بيا وايي، پاکستان ته چې خپل وګړي له بهرو هېوادونو کومې پيسې ورليږي نو هغه او د دې هېواد برامدات په شريکه شا و خوا ۴۵ اربه ډالره جوړوي خو د پاکستان درامدات بيا له دې ۱۵ اربه زيات يعنې ۶۰ اربه ډالرو ته رسېدلي دي.

نو د ده په خبره که اروپايې اتحاديه پر پاکستانيو برامداتو د مالیې نه اخیستو پرېکړې بېرته اخلي نو دغه د پنځلس اربه ډالرو فرق به کېدای شي ۲۵ اربه ډالرو ته ورسېږي:

"يو خوا به دغه فرق له ۱۵ اربو څخه ۲۵ اربو ډالرو ته وزيات شي نو ورسره به کېدای شي چې د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت راکم شي او کېدای شي چې د يو ډالر قيمت ۲۰۰ روپيو ته ورسیږي نو که دا دواړه کارونه وشول نو د پاکستان اقتصاد به بېخي کښېني."

د اروپايي ټولنې خپلې شمېرې ښيي چې په۲۰۱۴ز کال کې پاکستان ته د جي ایس پي پلس له درجې ورکولو وروسته د پاکستان او اروپايي هېوادونو ترمینځ سوداګري ۶۴ فيصده زیاته شوې.

بل لور ته د ۲۰۱۹ - ۲۰ کلونو لپاره د پاکستان اقتصادي سروې ښيي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د پاکستانيو صادراتو لپاره تر ټولو لوی بازار دی.

دغه سروې ښيي چې د جي ایس پي پلس پالیسۍ له مخې پاکستاني تولیدات له مالیې ورکولو پرته د اروپايي ټولنې ۲۷ هېوادونو ته لېږدول کېږي.

XS
SM
MD
LG