په پاکستان کې د اپرېل له ۱۳مې د فرانسوي سفير پرضد د تحريک لبيک پاکستان ډلې زرګونو غړيو د څو ورځو تر مظاهرو او اخ و ډب وروسته د اپرېل پر ۲۰مه له حکومت سره يو تړون وکړ.
دغه مظاهرچيان د فرانس په يوه مجله کې تېر کال (۲۰۲۰ز) د اسلام د پيغمبر خاکې خپرولو وروسته يو ځل بيا د احتجاج په توګه راووتل او له پاکستانه يې د فرانسوي سفير د شړلو غوښتنه کوله.
حکومت د دوی غوښتنې منلې او اوس يې په دې اړه پرېکړه ليک قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی.
احمد شاه اعظمي په پاريس کې له شنونکي يونس خان سره خبرې کړې او لومړی يې ورڅخه پوښتلي چې ايا دې پېښې ته په فرانسه کې رسنۍ پوښښ ورکوي او که نه؟
مرکه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدلای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.