د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي پارلمان له پاکستان سره تجارتي اړیکو ته د بیا کتنې غوښتنه کړې

اروپايي پارلیمان د یو قرارداد له لارې له پاکستان سره تجارتي اړیکو او په دغه اړه ورکړل شویو اسانتیاو ته د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

د اپرېل پر ۲۹مه په منظور شوي دې قرارداد کې سپارښتنه شوې چې ترڅو پاکستان د توهین مذهب قوانینو او تر دې قوانینو لاندې نیول شويو دوو کسانو شګفته کوثر او شفقت ایمانول مقدمو ته بیا کتنه نه وي کړې ، باید د کاروبار لپاره ورته اسانتیاوې ورنکړل شي.

شګفته کوثر او شفقت ایمانول دواړو پر دوی د مذهب د سپکاوي تورونه رد کړي دي.

قرارداد له اروپايي کمیشنه ، او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له ادارې غوښتنه کړې چې پاکستان له - جي ایس ټي پلس - نومي نظام له شرایطو سرغړونه کړې ده نو له دې کبله ورکړل شوي کاروباري سهولتونو ترې باید بیرته واخستل شي.

اړوند موضوعات:

د - جي ایس ټي پلس - په نامه نظام د اروپايي ټولنې هغه پروژه ده چې په اقتصادي توګه کمزورو هیوادونو سره په اسانو شرطونو کاروبارونه کیږي.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات پر قرارداد د خپلې مایوسۍ څرګندونه کړې او ویلي يې دي چې اروپايي ټولنه په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قوانینو پوره ادراک نه لري.

د دې وزارت ویاند ذاهد حفیظ چوهدري د اپریل پر ۳۰مه په یو بیان کې ویلي چې د پاکستان د عدالتي نظام او کورنیو قوانینو په اړه د اروپايي پارلیمان بیان د خواشینۍ وړ دی.

پاکستان ته دا حیثیت په دې شرط ورکړل شوی چې د بشري حقونو په اړه د ۲۷ نړیوالو لوظنامو د عملي کولو لپاره به زیار وباسي.

XS
SM
MD
LG