د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د فرانسې سفیر شړلو لپاره د تحریک لبیک پرلت


په ۲۰۱۸ز کال تحریک لبیک پاکستان د اسیه بي بي د پرېښولو خلاف لاریون راېستلی وو چې سپریم کورټ دې خپله کړې فیصله بیرته واخلي. ۲۰۱۸، ۳۱م اکتوبر
په ۲۰۱۸ز کال تحریک لبیک پاکستان د اسیه بي بي د پرېښولو خلاف لاریون راېستلی وو چې سپریم کورټ دې خپله کړې فیصله بیرته واخلي. ۲۰۱۸، ۳۱م اکتوبر

د تحريک لبیک پاکستان ګڼ کارکنان اسلام اباد ته داخلېدونکې لارې فيض اباد چوک کې د احتجاج په توګه ناست دي او وينا يې ده ترڅو چې حکومت د فرانس سفير له پاکستان و نه باسي دوی خپل احتجاج نه ختموي.

تحريک لبيک پاکستان چې سختدريځه ډله بلل کيږي د اسلام پيغمبر خاکو شايع کولو پر ضد د اتوار پر ورځ (د نومبر ۱۵مه) د پېنډۍ له لياقت باغه تر فيض اباد پورې ناموس رسالت رېلي راوويسته چې پکې د تحريک ګڼو غړو ګډون وکړ.

دوی شپې ناوخته د فيض اباد څلورلارې ته ورسېدل او هم هلته یې پرلت وهلی.

د تحريک لبیک مشر خادم حسین رضوي خپله په رېلي (مارچ یا لاریون) او درنې (ناسته) کې ګډون نه دی کړی خو د تحريک وياند قاري زبير یې پاکستانیو رسنيو ته ويلي چې حکومت یې چې غوښتنه نه وي منلې، تر هغو به یې پرلت جاري وي.

د نوموړي په وينا، تر دې وخته هېڅ یو حکومتي غړی د مذاکراتو لپاره نه دی ورغلی.

د اتوار پر ورځ د لاریون دوران د تحريک لبېک د کارکنانو او پوليسو ترمنځ نښتې هم شوې وې.

پوليسو د مظاهره چیانو تیت او پرک کولو لپاره اوښلن ګيس کارولی وو.

تحريک لبېک دعوه کوي چې رېلي يې پرامنه وه او پوليسو ورباندې ربړي ګولیو او اوښکې بهوونکی ګیس کارولی چې له وجې یې تر ۴۰ زيات کارکنان ژوبل شول.

خو پوليس بيا د دغو دعوو ترديد کوي او وايي په لاریون کې موجودو مظاهرينو نه صرف پر مري روډ دکانونو ته زيان ورساوه بلکې پر پوليسو يې کاڼي هم وورول چې له وجې یې يو شمېر اهلکاران ژوبل شول.

د پېنډۍ ضلعي انتظاميې په وینا، د تحريک لبیک مقامي مشرتابه د احتجاجي رېلۍ لپاره له ضلعي انتظاميې سره مذاکرات کړي ول، خو د رېلۍ راايستلو لپاره يې ترې اجازت نه و غوښتی.

په فيض اباد کې د ناستې له وجې ياده لاره د هر قسمه تګ راتګ لپاره بنده ده چې له وجې یې د پېنډۍ او اسلام اباد اوسېدونکي له مشکلاتو سره مخامخ دي.

د درنې له وجې اسلام اباد های وې (لویه لار) د ای اېټ له اشارې تر کنه پله پورې بنده ده، د دې ترڅنګ ای جې پي سړک او د پېنډۍ-اسلام اباد ترمنځ ځينې نورې لارې هم بندې دي چې له وجې سکولونو ته تلونکي ماشومان او دفترونو ته تلونکي خلک له مشکلاتو سره مخامخ ول.

د پېنډۍ د صادق اباد سيمې يو اوسېدونکي سيد عدنان د ګل پر ورځ مشال رېډيو ته وويل ډېر په مشکل دفتر ته ورسېد.

ده ویل، حکومت دې مظاهرين له فيض اباد چوکه پاڅوي چې تګ راتګ ورته اسانه شي.

د نوموړي وینا وه، د پېنډۍ او اسلام اباد اوسېدونکي د سیاسي او مذهبي ډلو له درنو تنګ دي او تل له ستونزو سره مخامخ وي، ماشومان سکولونو ته نشي تللای، ناروغان تر روغتونه نشي رسولای.

د اسلام اباد انتظاميې د ټرېفک لپاره متبادل پلان جاري کړی دی.

د اسلام اباد مرستيال کمېشنر حمزه شفقات پر خپل ټوېټر پاڼه ليکلي خلک دې تګ راتګ لپاره متبادل لارې استعمالوي.

تحريک لبیک پاکستان له دې وړاندې په ۲۰۱۷ز کې هم په فیض اباد کې درنا ورکړې وه.

هغه وخت يادې ډلې په انتخاباتي حلف نامه کې د ختم نبوت په حواله د متنازع ترميم ضد پرلت وهلی وو او د هغه وخت د قانون وزير زاهد حامد د استعفا او له حکومت سره د يوې لوظنامې وروسته يې خپله درنا ختمه کړه.

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پاکستان سپريم کورټ د تحريک لبېک دغې درنې ازخود نوټس په اخيستو په ۲۰۱۹ز کال کې فيصله واوروله.

د سپريم کورټ جج جسټس قاضي فايز عيسې په خپلې فيصله کې ليکلي ول چې دفاع وزارت دې د هغوو پوځي اهلکارانو ضد کارروايي وکړي چې د خپلو حلف نامو سرغړونې په کولو یې په سياسي هلو ځلو کې برخه اخيستې وه.

عدالت استخباراتي ادارو له ای اېس ای، مېلېټري اينټليجنس (اېم ای) او اينټليجنس بيورو (ای بي) پرته د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) ته هم هدايات جاري کړی ول چې په خپلو حدودو کې په پاتې کېدو دې کار کوي.

له اسلام اباده د مشال رېډيو خبریال وايي، پوليسو هلته رېډ زون بند کړی دی او په خاصه توګه ډېپلومېټک انکليو ته تلونکې ټولې لارې يې په مکمله توګه بندې کړې دي.

د دې ترڅنګ په اسلام اباد کې پوليس او رېنجرز اهلکار هم ګومارلي دي.

د پېنډۍ او اسلام اباد په ډېری برخو کې د اتوار له سهاره موبايل فون سروس بند وو چې نن سهار په جزوي توګه بحال شو.

XS
SM
MD
LG