د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې احتجاج: د احسان وزير د وژنې پلټنې دې وشي


 مظاهره کوونکیو، د اپرېل په ۲۳مه د احتجاج په توګه د بنو ـ میرامشا سړک بند کړی وو او د ياد تن جسد يې هم پر سړک اېښی وو.
مظاهره کوونکیو، د اپرېل په ۲۳مه د احتجاج په توګه د بنو ـ میرامشا سړک بند کړی وو او د ياد تن جسد يې هم پر سړک اېښی وو.

په بنو کې هغه احتجاج پای ته رسېدلی چې ځايي خلکو د احسان الله وزیر د وژنې پس پیل کړی و. دغه ځوان په مبینه ډول د ترهګرۍ ضد پولیسو لخوا په ډزو کې وژل شوی و.

ځايي خلک وايي، د ترهګرۍ ضد پوليسو دا ځوان اپرېل پر ۲۲مه، د لکي مروت نورنګ تاڼې په حدودو کې وژلی وو. د احتجاج يو ګډونوال او د پښتون ژغورنی غورځنګ د بنو څانګې مشر نديم عسکر وايي چې د اپرېل پر ۲۳مه يې د احتجاج په توګه د بنو ـ میرامشا سړک بند کړی وو او د ياد تن جسد يې هم پر سړک اېښی وو. خو هغوی وروسته له هغې خپل احتجاج ختم کړ چې د حکومت سره یې مذاکرات کامیاب شول او د هغوی غوښتنې ومنل شوې.

نوموړی وايي، له حکومته يې دا غوښتنې وې چې د احسان الله وزیر د وژنې دې پلټنې وشي، د هغه په وژنه د تورن پوليس چارواکو ضد دې اېف ای ار درج شي، د نوموړي کورنۍ ته دې د شهدا پېکج پېسې ورکړل شي او د ماورای عدالت وژنو مخنيوی دې وشي.

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي محسن داوړ پر ټوېټر لیکلي، په بنو کې ځايي خلکو د احسان الله وزیر د وژنې خلاف خپل احتجاج له هغې وروسته ختم کړی چې حکومت ورسره د هغوی د غوښتنو د منلو ژمنه وکړه.

محسن وړاندې لیکلي، چې دا د ترهګرۍ د پولیسو لخوا ماورای عدالت وژنه ده چې باید پوښتنه یې وشي. محسن داوړ دا هم لیکلي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو دواړو خواوو نه د سیمې بې ګناه خلک په بې رحمۍ وژل کېږي او د هغوی سیمه د یو نا اعلان شوي جنګ په لومو کې ګېره ده.
بلخوا پوليسو ویلي دي چې د یادې پېښې پلټنې به کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان کې پښتانه ځوانان په ورته ډول وژل کېږي. تر دې وړاندې هم ګڼې داسې پېښې مخې ته راغلې دي.

د پېښور ورسک روډ څوارلس کلن شازېب چې د مارچ پر ۱۴مه پوليسو نيولی وو او وروسته په تاڼه کې مړ شو. پولیس وایي شاه زېب په خپله ځان زندۍ کړی خو کورنۍ يې دغه تورونه رد کړل او ویې ويل چې په نوموړي د پوليسو لخوا تشدد شوی وو.

د مظاهرې یوه څنډه
د مظاهرې یوه څنډه

همدا رنګه د مارچ په اوومه د بنو مبشر وزیر چې زده کونکی و په مبينه توګه د پېښور پوليسو په ډزو کې ووژل شو. د خیبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان د مبشر د وژنې په کېس کې د رڼو پلټنو امر کړی وو.
د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر ويلي و چې د مبشر وزير او شازېب مړه کېدو په پېښه کې تورن پوليس نيول شوي دي او پرضد يې پلټنې روانې دي.

له دغو او ځینو نورو پېښو وړاندې درې کاله مخکې، د وزیرستان یو ځوان نقيب الله مسود د ۲۰۱۸ر کال په جنورۍ کې د پوليسو لخوا تر ګرفتارېدو وروستو سره له درو نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی وو. هغه وخت د ملير پوليسو دعوه کړې وه چې په پولیس مقابله کې یې ۴ ترهګر وژلي دي. خو وروسته د حکومت له خوا يوې تحقيقاتي کمټې پلټنې وکړه او ویې ويل چې دا یوه جعلي پولیس مقابله وه.

XS
SM
MD
LG