د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې حکومت د يوه مسود ځوان د وژنې پلټنه کوي


د کراچۍ سهراب ګوټ سيمه کې د جنوبي وزيرستان مکين تحصيل سره تعلق لرونکی يو ځوان نقيب مسود(چې خپل نوم يې نسيم الله دی) وژل شوی او خپلوان يې د وژنې تور پر پوليسو لګوي.

د کورنۍ يو غړی نور رحمان یې تور لګوي چې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) اهلکار په سپينه جامه کې راغلي وو او له دوکانه يي اوچت کړی وو خو د يادې څانګې مشر دغه ټول تورونه ردوي او وايي چې د دوی څانګې نه څوک نيولي او نه يې وژلي دي، خو پوليسو ويلي چې د نسيم الله تعلق د تحريک طالبان پاکستان سره وو.

د ۲۶ کلن نقيب مسود خپل نوم نسيم الله وو او له تېرو څه باندې اتو کالو په کراچۍ کې مېشت وو. د هغه د کورنۍ يو غړی نوررحمان وايي چې نقيب مسود له تېرو اتو کالو راهیسې د کراچۍ په سټيل مل کې مزدروي کوله او دوه درې مياشتې وړاندې يې په سهراب ګوټ سيمه کې د جامو خپل دوکان جوړولو. دی تور لګوي چې د کراچۍ پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې ځينې کسان په سپينه جامه کې راغلي ول او نقيب يې له ځانه سره بیولی وو.

د ده په وينا چې هغه لع هېڅ يوه وسله وال تنظيم سره تعلق نه درلود.

خو د سي ټي ډي يا د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې د کراچۍ مشر راجا عمر خطاب دغه تورونه ردوي چې ګنې نقيب دوي نيولی وو او وايي چې يواځې پر ټولنيزو رسنيو دوی له دې خبره خبر شوي دي.

د ده په وينا چې چا پر فېسبوک خبر خپور کړی وو خو د دوی له خوا هېڅ داسې راپور نه شته، نه خو سي ټي ډي څوک نيولی او نه کومه داسې مقابله شوې ده.

د نقيب مسودد کورنۍ د غړیو په وينا چې هغه پر دولسمه جنورۍ د کراچۍ په شاه لطيف ټاون کې وژل شوی وو.

په ټولنيزو رسنيو د دې پېښې پرضد يو شمېر خلک راپارېدلي او دا يې د عدالتي فېصلو پرته وژنه بللې ده.

د روحیدې ملک په نامه یوې نجلۍ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د نقیب وژنې پوره عدالتي پلټنه دې وشي.

د دې پېښې او د ملير د پوليسو د مشر راو انوار پرضد د سيند اسمبلۍ غړي خرم شېرزمان په صوبايي اسمبلۍ کې هم تحريک التوا جمع کړی چې پکې ويل شوي د دې د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي او د دغه کمېشن د فېصلې پورې دې راوانوار دې له خپلې څوکۍ لرې کړل شي.

د دې ترڅنګ د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري د کورنيو چارو صوبايي وزير سهېل انور سيال ته هدايات جاري کړي چې د دې پېښې هر اړخيزې پلټنې وکړي.

XS
SM
MD
LG