د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د زده کوونکي مبشر وزیر په وژنه ککړ پولیس اهلکار ګرفتار


مبشر وزیر له پولیسو سره په تکرار کې وژل شوی دی
مبشر وزیر له پولیسو سره په تکرار کې وژل شوی دی

په پېښور کې تېره ورځ (د مارچ نهمه) د مبشر وزیر د وژلو د پېښي په تړاو دوه پولیس واله نیول شوي دي.

دا خبره نن د پېښور ښاري سیمي پولیس مشر عتیق شاه مشال رېډیو ته وکړه. دی زیاتوي، د دغه پیښې د لومړیو پلټنو راپور په فقیر آباد تاڼه کې ثبت شوی او تورن دواړه پولیس اهلکار هم نیول شوي دی.

عتیق شاه وویل، دا پېښه په دلزاک سړک د شپې ناوخته شوې وه او د مبشر په نوم دا تن په لا کالج کې د داخلې لپاره راغلی وو.

د مبشر وزیر د وژنې اېف ای ار کاپۍ
د مبشر وزیر د وژنې اېف ای ار کاپۍ

د پښتون تحفظ موومنټ فعالانو او نورو زده کوونکو دا پېښه په سختو ټکو کې غندلې ده. د پي ټي اېم یوه فعال عبد الله ننګیال مشال راډيو ته وویل، دا ډول د غیرقانوني وژنې پېښې تردې وړاندې هم رامخې ته شوي دي خو ککړو امنیتي اهلکارانو ته سمې سزاګانې نه دي ورکړل شوې. (ته وګوره مبشر وزیر د شپې له ملګرو سره روان وو او پر لار یو ځای له ګاړي کوز شوی وو نو پولیس واله ورته ورغلی او ترمینځ یې په خبرو کې تکرار شوی وو. نو نېغ په نېغه یې پرې ډزې وکړي او مړ یې کړو، په پاکستان کې دا روایت دی چې دا ډول یو غېرقانوني وژنه وشي نو بیا تورن خلک د راو انوار په رنګ خلاصې تڼۍ ګرځي، د افسوس خبره دا ده چې موږ ماشومانو کالجونو او پوهنتونونو ته د ‌ډګریو ترلاسه کولو ته راولېږو او په واپسي کې ورته لاشونه مېلاو شي.))

قانونپوهان وايي پولیس په ولسي وګړود معمولي تشدد کولو اختیار هم نه لري او ‌ډز کول خو ډېره لویه خبره ده خو بې له وارنټه پولیس د یوچا تلاشي هم نه شي اخیستلی.

قانون پوه اوپخوانی سرکاري وکیل اقبال مومند وايي که پولیس د چا کور ته د یوڅه پوښتنې یا لټون لپاره ورځي د د ضابطه فوجداري د قانون لاندې به اول وارنټ جاري کوي: ''پولیس د وارنټ په صورت کې د یوتن یا د چا د کور تالاشي اخستلو ته ورتللای شي، هغه به دا نه کوي چې بازار کې به د خلکو سره وهل ټکول کوي یا به په یو ولسي وګړي ‌ډز کوي، البته په ځینو مخصوصو حالاتو کې دوی بیا اختیارات لري خو هغه هم په هغه صورت کې چې ورته کره مالومات وي چې څوک رانیسي نو هغه غل دی یا وژونکی دی یا بل کوم لوي جرم یې کړی او د پولیسو نه د تښتېدلو هڅه کوي.''

په پېښور کې پولیس چارواکې وايي د مبشر وزیر د وژلو په قضیه کې نیول شوي دوه پولیس اهکارو پرضد به د پلټنو وروستو عدالتي کارروايي کېږي.

XS
SM
MD
LG