د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: يو ماشوم د حراست پر مهال مړ شوی دی


د پيښور پولیسو مشر عباس احسن ويلي چې د ماشوم د وژل کېدو مقدمه د تاڼې د ایس ایچ او دوست محمد پر ضد درج شوې ده. عکس-ارشېف

د پيښور په یوه تاڼه کې د مارچ پر ۱۴مه د اووم ټولګي یو زده کونکی شاه زېب مړ موندل شوی دی.

پولیس ادعا کوي چې هغه د حراست پر مهال ځان په خپله وژلی خو د شاه زېب پلار بیا پولیس د زوی په وژنه تورنوي.

پولیسو د مارچ پر ۱۴ مه ویلي، شاه زېب په صدر بازار کې له یوه دوکاندار سره شخړه وکړه او پر هغه يې وسله راواېستله. د دوی په وینا، له دې وروسته دوکاندارانو شاه زیب وواهه او پولیس يې خبر کړ.

.په جرم کې ککړ ماشومان باید په حوالاتو کې نه بلکې په ابزرویشن روم يا د څارپه کوټه کې وساتل شي
عمران ټکر

پولیسو ادعا کوي، دوی شاه زېب ګرفتار کړ، تاڼې له يووړ او د هغه پلار يې خبر کړ خو د دوی په ادعا د پلار تر راتګ له مخه دې ماشوم په تاڼه کې ځان په خپله وواژه.

د پيښور پولیسو مشر عباس احسن د مارچ پر ۱۴مه یوې خبري غونډې ته وويل، د تاڼې د ایس ایچ او دوست محمد پر ضد مقدمه شوې او په عدالت کې یې د پېښې د پلټنو درخواست هم جمع کړی دی.

'موږ د شاه زیب د کورنۍ په شکایت ایف ايي ار درج کړی دی. د تاڼې ټول کارکوونکي مو کاره لیرې کړي دي او مسيول افسران مو نیولي دي.سیشن جج سره مو خبرې شوي چې په دې اړه خپلواکه عدالتي پلټنې وشي.'

د مارچ پر ۱۴مه ماخستن د سیمې اوسیدونکو د دې پېښې پر ضد د غربي تاڼې مخې ته احتجاج وکړ.

پېښور کې له یوه ځوان سره د پولیسو ناوړه چلند ضد احتجاج
پېښور کې له یوه ځوان سره د پولیسو ناوړه چلند ضد احتجاج

په دې موقع د شاه زیب پلار خیال اکبر وويل، زوی یې د ځان نه دی مړ کړی بلکې د ده په ادعا پوليس د تشدد پر مهال وژلی دی.

هغه زیاته کړه، شاه زیب د مارچ پر ۱۴مه شاوخوا دوه بجې له کوره د تصویرونو اېستلو لپاره وتلې وو. اکبر دا هم وویل چې د پولیسو تر اطلاع وروسته دی تاڼې ته ورسیده خو هلته تر درې ساعتونو تر انتظار وروسته ورته وویل شول چې زوي دې ځان وژلی دی.

د شاه زیب د کورنۍ په شکایت ایف مو مقدمه درج کړې او د تاڼې کارکوونکي مو کاره لیرې کړي دي
عباس احسن

په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې په په اړه يې ادعا کېږي چې دا د غربي تاڼې سي سي ټي وي جوړه کړې ده. په ویډیو کې ښکاري چې په تاڼه کې یو هلک ځان په پړي راځړولی دی.

د بشري حقونو فعالانو پر دې پیښه خپګان ښوولی او ویلي چې شاه زیب ۱۴ کلن وو او هغه باید د حوالاتو پر ځای د ۲۰۱۸م کال د ماشومانو لپاره تر عدالتي نظام لاندې د څارنې په کوټه یا ابرزرویشن روم کې ساتل شوی وای.

د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر د مارچ پر ۱۵مه مشال رېډیو ته وویل، د شاه زیب عمر ته په کتو هغه په حوالاتو کې ساتل د قانون خلاف ورزي ده.

'په يوه عادي مقدمه کې د کم عمره ماشوم نيول په خپله یوه پوښتنه ده. قانون وايي چې په جرم کې ککړ ماشومان باید په حوالاتو کې نه بلکې په ابزرویشن روم يا څار کوټه کې وساتل شي.'

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی محمود خان د صوبې د پولیسو مشر ثنا الله عباسي ته د رپوټ جمع کولو او ژر تر ژره د پلټنو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG