د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: پاکستان سرکار بیا ټولبند لګوي


ډاکټر وايي، پکار ده ولس د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې احتیاط وکړي.
ډاکټر وايي، پکار ده ولس د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې احتیاط وکړي.

د پاکستان وفاقي حکومت د هېواد په لویو ښارونو کې د ټولبند لګولو امر کړی خو تاجران او دوکانداران یې نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وایرس د ناروغانو او مړیو شمېره ورځ تر بلې په زیاتېدو ده او په روغتونونو کې د داخل شويو ناروغانو شمېره هم ډېره زیاته شوې ده.

د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزیر اسد عمر ویلي دي چې د جمعې پر ورځ به د کورونا مخنیوي اداره نېشنل کمانډ او اپرېشن مرکز د نويو محدودیتونو په اړه صوبو ته هدایات جاري کوي.

خو په خېبر پښتونخوا کې د سوداګرو مرکزي تنظیم مشر مهر الاهي وايي، سوداګرو ته د حکومت لخوا د مکمل ټولبند لګولو ممکنه فیصله د منلو وړ نه ده.

پکار ده ولس د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې احتیاط وکړي.
ډاکټران

مهر الاهي وايي، په احتیاطي لارښوونو د عمل نه کولو زیاته سرغړونه د حکومت څار لاندې په کاروباري هلو ځلو کې لیدل کېږي.

نوموړي زیاتوي: "یوټیلیټي سټورونو او ارزان بازارونو کې دا وخت د بورې یا چینو ترلاسو کولو پسې خلکو کتارونه جوړ کړي وي او په دغه ځایونو کې تر ټولو زیاته ګڼې کوڼې لیدل کېږي، زموږ دوکان کې خو چېرته یو نیم کس ولاړ وي."

خو د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر د اپرېل پر ۲۱مه په خبري کانفرنس کې ویلي ول چې په روغتونونو کې د ناروغانو شمېره مخ په زیاتېدو ده او که دا صورتحال هم داسې روان وي نو د روغتیايي سهولتونو کې کمېدو خطره ده.

په پېښور کې د لېدي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وايي، د اپرېل ۲۲مې نېټې پورې له دوی سره په لومړی ځل په زیاته شمېره کې د کورونا ناروغان داخل کړل شوي دي.

نوموړي زیاتوي:" نن په روغتون کې له موږ سره د کورونا ناروغانو شمېره ۴۲۲ ده او دا په لومړی ځل دومره ډېره شمېره ده، موږ به په کورونا وارډ کې د کټونه شمېره نوره هم زیاتوو ځکه چې د ناروغانو شمېره مخ په زیاتېدو ده او د روژه ماتې په وختونو کې په بازارونو کې ډېره زیاته ګڼې ګوڼې لیدل کېږي او له دغه وجې د کورونا وایرس هم خورېږي او د ناروغانو شمېره مخ په زیاتېدو ده."

ډاکټر وايي، پکار ده ولس د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې احتیاط وکړي.

په دې اړه د پراونشل ډاکټرز ایسوس ایسوشن مشر ډاکټر امیر تاج مشال راډیو ته وویل: "دا وایرس یو بل ته له نېږدې کېدلو سره د ټوخي یا ساه اخېستلو د لارې له یو کس څخه بل ته لګي او یا د هغه شیانو څخه لګي کوم چې یو د کورونا ناروغه کس لمس کړي وي او بل کس هغې ته لاس ولګوي، نو خلک دې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته نه ځي، ماسکونه دې اچوي او له صابن سره دې لاسونه وینځي."

د صحت نړيوالې ادارې د یو راپور ترمخه د خیبر پښتونخوا مردان، پېښور او نوښار ضلعې د هېواد په هغو یوولسو ضلعو کې په لومړیو درېو نمبرو کې دي چې د کورونا وایرس د خورېدلو شرحه پکې تر ټولو زیاته ده.

په پاکستان کې د اپرېل تر ۲۲مې نېټې پورې کورونا وایرس ناروغۍ په تېر یو شواروز کې نور ۹۸ کسان مړه کړي چې ورسره په دې هېواد کې د دې ناروغۍ له کبله مړو شویو ټوله شمېره ۱۶ زره ۶۹۸ ته ورسېده.

د کورونا په اړه د پاکستان حکومتي ویب پاڼې تر مخه په تېر شواروز کې نور پینځه زره او ۸۵۷ کسانو کورونا شوي دي چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر څه د پاسه اووه لکه او ۷۸ زره ورسېده. خو په دې هېواد کې له شپږو لکو او ۷۶ زرو څخه زیات کسان له کورونا رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG