د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍګواښ له افغانستانه بل ځای ته لېږدېدلی: انتوني بلېنکن


د امريکا بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ليدو پر مهال.عکس-ارشېف
د امريکا بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ليدو پر مهال.عکس-ارشېف

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د اېستلو د پرېکړې په دفاع کولو سره ويلي، له دې هېواده د ترهګرۍ ګواښ نورو سیمو ته لېږدېدلی دی.

بلینکین د اپرېل په ۱۸مه له اې بي سي ټيليويژن سره په مرکه کې وويل، واشنګټن باید په نورو مهمو مسلو لکه چين سره اړيکې، کوويډ-۱۹وبا او موسمېاتي بدلون باندې "خپله انرژي او وسايل" متمرکز کړي.

ولسمشر جو بايډن د اپرېل په ۱۴مه اعلان کړی وو چې امريکا به د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې وړاندې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو اعلان په داسې حال کې کېږي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې خنډونه رامنځ ته شوي دي.

واشنګټن باید په نورو مهمو مسلو لکه چين سره اړيکې، کوويډ-۱۹وبا او موسمېاتي بدلون باندې "خپله انرژي او وسايل" متمرکز کړي
انتوني بلېنکن

په عین وخت کې د امريکا ملي امنيت سلاکار جېک سولېوان د اپرېل په ۱۸مه د فاکس نيوز ټيليويژن په يو پروګرام کې وويل، امريکا به د ترهګرۍ په هغو ګواښونو نظر ساتي چې له افغانستانه رامنځ ته کېږي، خو ټينګار يې وکړ چې هېڅوک هم دا ضمانت نه شي ورکولی چې د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې څه پېښېږي.

د نوموړي وينا وه، امریکا همدومره کولی شي چې افغان امنیتي ځواکونو، افغان حکومت، او د افغانستان خلکو ته د وسایلو او صلاحيتونو ترڅنګ د هغوي عسکرو ته تربيت او حکومت سره مرستې وکړي، او دا کار يې کړی دی.

سولېوان وايي چې اوس وخت رارسيدلی چې امریکایي عسکر کور ته ستانه شي او افغانان د خپل هيواد دفاع ته زور ورکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قریشي سره یې په ترکیه کې د سولې په اړه د راتلونکي کنفرانس او د کابل، اسلام اباد او انقرې ترمینځ درې اړخیزې غونډې په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو ټيليفوني خبرې

حنيف اتمر د اپرېل پر ۱۸مه نېټه پر خپله ټويټر پاڼه وليکل چې له ښاغلي قریشي سره يې ټیلفوني خبرې مهمې وې او ده په سوله کې یې د پاکستان له لوري د پراخې همکارۍ هیله څرګنده کړې.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د پسرلنیو حملو په ګډون د تاوتریخوالي په وړاندې د پاکستان د دریځ ستاینه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي بیا د اپرېل پر ۱۸مه پر خپله ټويټر پاڼه وليکل، په افغانستان کې د روغې جوړې او په استنبول کې د سولې په پروسه کې د پرمختګ ملاتړ کوي ، او هیله ‌من دی چې په استنبول کنفرانس کې له ښاغلي اتمر سره وګوري او بیا یې اسلام ‌اباد کې کوربه‌ توب وکړي.

ټاکل شوې چې د استنبول کنفرانس د اپرېل په ۲۴مه پیل شي، افغان حکومت وایي د ګډون کوونکو فهرست يې بشپړ کړی، خو طالبانو په کنفرانس کې د ګډون کولو يا نه کولو په اړه لا څه نه ‌دي ویلي.

طالبانو دومره ویلي، ترهغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه ‌وځي، دوی به داسې کنفرانسونو کې ګډون ونکړي چې پکې د دې هېواد په اړه پرېکړه کېږي.

XS
SM
MD
LG