د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیواله ټولنه دې د تلپاتې سولې د ټینګښت ضمانت راکړي: ولسمشرغني


ولسمشر محمد اشرف غني

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو وار بیا ټینګار کړی چې په هېواد کې د یوې داسې تلپاتې سولې غوښتونکی دی چې د یوه خپلواک، ولسواک او یو موټي افغانستان نهایي هدف ترلاسه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د اپرېل پر پنځمه په ارګ کې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره په غونډه کې وکړې. هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه هم باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د تل پاتې سولې د ټینګېدو لپاره لازم ضمانتونه ورکړي.

ولسمشر غني دا هم وویل چې په تېرو څلورو لسیزو کې د بل هر وخت په نسبت اوس د سولې لپاره ښه موقع رامنځته شوې چې په وینا یې باید په تدبیر او زیرکۍ له دغه فرصته استفاده وشي.

د ولسمشر غني یوه نژدې همکار او د جمهوري ریاست د چارو د ادارې رییس فضل محمود فضلي کندهار ته په سفر کې وړمه ورځ په یوه غونډه کې ويلي وو چې د سولې په اړه د پخوانیو تړونونو تجربو ته په پام دوی د داسې سولې غوښتونکې دي چې ژر ماتیدونکې نه وي.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې رئیس فضل محمود فضلي
د جمهوري ریاست د چارو د ادارې رئیس فضل محمود فضلي

قضلي زیاته کړه: "سوله د هر افغان غوښتنه ده. باید موږ یې ترلاسه کړو. ترکیه یو موقع ده اما د ابهاماتو څخه ډکه. مثلاً همدا اوس تاریخ یې معلوم نه دی. د ګډون کوونکو شمېر معلوم نه دی. د ګډون کوونکو سطحه معلومه نه ده. ایجنډا معلومه نه ده او ممکنه پايلې هم څرګندې نه دي. دغه ټولې خبرې دي چې هر افغان غواړي پرې پوه شي."

په همدې حال کې د افغانستان د روغې جوړې د ملي شورا مشر، عبدالله عبدالله د سولې په اړه د سلا مشورو په ترڅ کې د اپرېل پر پنځمه په کابل کې د ترکیې له سفیر او د امریکايي سفارت له شارژدافیر سره خبرې کړي دي. هغه د ترکیې د غونډې لپاره د تیاریو او د سولې د روانو هڅو په اړه هم غږېدلی.

د عبدالله ویاند فریدون خوځون تېره شپه مشال راډیو ته وویل چې کوښښ کېږي چې د ترکیې تر غونډې پورې د سولې پر یوه واحده طرحه باندې سلا وشي.

خوځون زیاته کړه دوی هیله من دي چې د ترکیې د غونډې تر جوړېدو پورې وکولای شي د افغان دولت له اړخه یو واحد غږ او د نظر یووالی رامنځ کړي.

طالبانو تر اوسه پورې د ترکیې په نړيواله غونډه کې د ګډون پرېکړه نه ده کړي.

دغه راز په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم هم تېره شپه مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه یې دې غونډه کې د ګډون پرېکړه هم نه ده کړې.

دغه غونډه چې د افغانستان په مسئله کې د نورو ښکېلو لورو استازي هم وربلل شوي، د امریکا د سولې د هغو هڅو یوه برخه ده چې دې وروستیو کې یې ګړندۍ کړې دي. تېر کال د امریکې او طالبانو ترمنځ شوي تړون ترمخه، باید ټول امریکایي ځواکونه د می میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي. خو د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې دا به ګرانه وي چې تر ټاکلې نېټې ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG