د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: د جمهوریت په قطار کې نه درېدونکي په حکومت کې ځای نه لري


ولسمشر غني ویلي که طالبان د ولسواکۍ په چوکاټ کې سوله کوي نو غېږ یې ورته پرانیستې ده
ولسمشر غني ویلي که طالبان د ولسواکۍ په چوکاټ کې سوله کوي نو غېږ یې ورته پرانیستې ده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د جمهوریت او دښمن قطار معلوم دی او هغوی چې د جمهوریت صف کې نه ‌درېږي، نور په حکومت کې هم ځای نه ‌لري.

غني د اپرېل ۱۸مې پر سهار په ارګ کې د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ تنو منسوبینو ته د مېډالونو د ورکړې په مراسمو کې ویلي، د جمهوریت او دښمن قطارونه معلوم دي.

ولسمشر غني پر پاکستان هم غږ کړی چې له افغانستان سره له دښمنۍ او دوستۍ یو وټاکي، خو دا خبرداری یې هم ورکړی چې په افغانستان کې د ناارامۍ په دوام به پاکستان هم ارام پاتې نه‌ شي.

اسلام اباد د نوموړي تازه څرګندونو په غبرګون لا څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ټینګار کړی چې د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی او زیاتوي چې د افغانستان جګړه یې په ګټه نه ده.

د افغانستان ولسمشر یو ځل بیا د طالبانو له‌ خوا د روانې جګړې دیني مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوست او و یې ویل، "که طالبان د ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکۍ او خپلواک افغانستان په چوکاټ کې سوله کوي" نو "غېږ یې ورته پرانیستې، خو له دې پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د دې ډلې یوه پلمه ده."

ولسمشر غني له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتو پرېکړه سولې ته د رسېدو په برخه کې یو تاریخي فرصت بللی.

د ولسمشر د ویاند مرستیاله فاطمه مورچل وايي: "ولسمشر غني له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو اعلان ته په اشاره وویل، په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتووالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی. موږ د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتووالی لرو او د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې‌طرفي ثابته کړي."

ولسمشر غني داسې مهال د جمهوریت او ملي حاکمیت په چوکاټ کې د سولې خبرو دوام غواړي چې په دوحه کې د تېرو دوو اوونیو راهیسې د افغان او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ هېڅ غونډه نه ‌ده شوې.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور وايي، طالبانو له دې خبرو سره پرېکون نه ‌دی اعلان کړی، خو مذاکراتو ته نه‌حاضرېږي.

طالبانو په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

خو دې ډلې په افغانستان کې له مې تر سېپټمبر میاشتې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتو د پرېکړې په ځواب کې دوحه کې د سولې خبرې درولي او روانه میاشت یې د استنبول په غونډه کې له ګډونه انکار کړی.

خو د ملي مصالحې عالي شورا بیا د استنبول په غونډه کې د ګډون کوونکو کسانو د نوملړ د بشپړېدو خبر ورکوي.

د دې شورا یوه سرچینه وايي، د غونډې د ګډونوالو په اړه هر اړخیزې مشورې شوي او ژر به‌ یې نومونه اعلان شي.

د‌ دې شورا ویاند فریدون خوځون هم وایي، د استنبول د غونډې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت د طرحې مسوده وروستۍ شوې او ژر به د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ غونډې ته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حینف اتمر هم له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په ټېلېفون د استنبول د غونډې په اړه خبرې کړي.

قریشي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د استنبول غونډې ملاتړ کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG