د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت وايي، د طالبانو د جګړې دوام یوازې عام ولس ته زیان اړوي


د امریکا او طالبانو د تېر کال له موافقې وروسته طالبانو پر بهرنیو پوځیانو حملې درولي، خو پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي مامورینو یې حملو ته دوام ورکړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د طالبانو له لوري د جګړې او تشدد دوام عام ولس ته له زیان اړولو پرته بله ګټه نه لري.

د دغه وزارت ویاند فواد امان مشال راډیو ته وویل، "د طالبانو د جګړې دوام او د دې ډلې له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی؛ پرته له دې چې د افغانستان خلکو ته زیان واړوي، د افغانستان تأسیسات ویجاړ کړي او افغانستان شا ته بوځي، بله هېڅ ګټه نه لري.

فواد امان وویل چې طالبان له پوځي لارې او د جګړې په وسیله خپل هدف ته نه شي رسېدای.

د ده په وینا، دوی باید د افغانستان د خلکو غوښتنو ته غاړه کښېږدي، تاوتریخوالی کم کړي او له سوله ییزو لارو دې خپلې غوښتنې مطرح کړي."

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو له لوري د جګړې نه بس کېدا به د سولې پروسې ته هم زیان واړوي.

د امریکا او طالبانو د تېر کال له موافقې وروسته طالبانو پر بهرنیو پوځیانو حملې درولي، خو پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي مامورینو یې حملو ته دوام ورکړی دی.

د دوحې له تړون سره سم، ټول امریکايي پوځیان باید په دې شرط د روان کال د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي چې طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې وشلوي، تاوتریخوالی کم کړي او د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

تر دې وړاندې څو امریکايي چارواکو ویلي وو چې طالبانو لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي شلولي، خو طالبان دا خبره ردوي.

دې ډلې د مارچ پر ۲۶مه خبرداری ورکړ چې که ټول بهرني پوځیان د دوحې له موافقې سره سم په ټاکلي وخت له افغانستانه ونه وځي، د هغو خلاف جګړې ته به دوام ورکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د جګړې د دوام، د مرګ ژوبلو او تاوانونو مسوولیت د هغه لوري په غاړه دی چې له تړونه سرغړونه کوي.

د امریکا ولسشمر جوبایډن د مارچ پر ۲۵مه د ولسمشرۍ له ترلاسه کولو وروسته په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې وویل، د تخنیکي دلایلو له کبله ګرانه ده چې امریکايي پوځیان پر ټاکلي وخت له افغانستانه ووځي.

خو ده په عین حال کې وویل چې امریکا نه غواړي چې ځواکونه یې په افغانستان کې د ډېر وخت لپاره پاتې شي.

بل پلو د جرمني پارلمان د مارچ پر ۲۶مه پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو موجودګي تر ۲۰۲۲م کاله وغځوي.

خو له بلې خوا تاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په قول راپور ورکړ چې له افغانستانه په ټاکلي وخت د امریکايي پوځیانو په وتلو کې ځنډ د افغانانو ترمنځ پر جوړجاړي منفي اغېز لرلای شي.

د امریکا تر مشرۍ لاندې ناټو په افغانستان کې ۹ زره او ۶۰۰ سرتېري لري چې ۲۵۰۰ پکې د امریکا دي.

رپورټ: عصمت څاروان

XS
SM
MD
LG