د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د ولسمشر غني لخوا د انتخاباتو وړانديز رد کړ


طالبان وايي، چې د افغانستان تېرو انتخاباتي تجربو ته په پام سره به طالبان هېڅکله په داسې یوه بهیر کې برخه وانه خلي.
طالبان وايي، چې د افغانستان تېرو انتخاباتي تجربو ته په پام سره به طالبان هېڅکله په داسې یوه بهیر کې برخه وانه خلي.

افغان طالبان وايي، د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه وروستۍ پرېکړه به په قطر کې د دواړو خواوو د مرکچي پلاوو په خبرو کې کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې پرون ماښام (مارچ ۲۳مه) ماښام له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې.

د مجاهد څرګندونې د هغو راپور په غبرګون کې وې چې وايي، ولسمشر اشرف غني به د له وخته مخکې انتخاباتو مسئله د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره په ترکیه کې په جوړېدونکې غونډه کې وړاندې کړي.

د ولسمشر دفتر یوه جګپوړي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نه نوم یې په ډاګه شي، پرون ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني به د سولې لپاره خپله وړانديز د ترکیې غونډې ته وړاندې کړي.

په دې وړانديز کې ویل شوي چې که طالبان پر اوربند موافقه وکړي نو له موافقې وروسته د شپږو میاشتو په ترڅ کې به له وخته مخکې انتخابات وشي.

خو ذبیح الله مجاهد وايي، چې د افغانستان تېرو انتخاباتي تجربو ته په پام سره به طالبان هېڅکله په داسې یوه بهیر کې برخه وانه خلي.

د ولسمشر دفتر سرچینې وویل، د ولسمشر د وړانديز له مخې به اوسنی حکومت چې اشرف غني یې مشري کوي، د سولې د حکومت په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

سرچینه زیاتوي چې په افغانستان کې له وخته مخکې انتخابات د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امريکا تر څارنې لاندې ترسره کېدای شي.

سرچینې دا هم ویلي چې طالبان له انتخاباتو مخکې د یوه مېکانېزم پر اساس کولای شي د سولې په حکومت کې ګډون وکړي، وزارتونه او ریاستونه اداره کړي او جنګیالي به یې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب شي.

د دې چارواکي په وینا پر دې هم بحث کېدای شي چې د طالبانو استازو ته به په پارلمان او حکومت کې په کومه کچه ونډه ورکول کېږي.

د ولسمشر دفتر دا سرچینه همدا راز وایي، د دې لپاره چې له وخته مخکې انتخاباتو کې د احتمالي درغلیو مخه ونیول شي او د طالبانو شکونه لېرې شي، ولسمشر غني او دواړه مرستیالان به یې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

سرچینه زیاتوي چې د ولسمشر دا وړانديز له امریکايي چارواکو سره هم شریک شوی څو په دې اړه سلا مشورې وکړي.

د افغان طالبانو مرکچي پلاوی په مسکو کې
د افغان طالبانو مرکچي پلاوی په مسکو کې

دا وړانديز داسې مهال وړاندې کېږي چې ټاکل شوې ترکیه د امریکا د غوښتنې پر اساس په نيږدې راتلونکې کې د افغانستان د سولې د خبرو کوربه وي.

ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا وړانديز د طالب مشرانو تر غور لاندې دی خو تراوسه یې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم سیمې ته د وروستي سفر په ترڅ کې د سولې یو وړانديز کړی و چې د لنډ مهاله حکومت جوړېدل یې یوه برخه وه، خو ولسمشر غني تل ټینکار کړی چې واک به یوازې د انتخاباتو له لارې سپاري.

XS
SM
MD
LG