د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پوځ په خوست کې ۱۱۰۰ نوي سرتېري ګوماري


خوست تندر قل اردو
خوست تندر قل اردو

د تندر قول اردو چارواکي وايي، وسله وال مخالفین نشي کولی، چې د دوی د مسوولیت په سیمو کې نا امنۍ جوړې کړي.

دوی زیاتوي، دا د وسله والو مخالفینو تبلیغات دي، چې د هوا په ګرمېدو سره به بریدونه ډېر کړي، ځکه مخالفین د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ځپل شوي دي.

چارواکو یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د تندر قول اردو له روزنیز مرکز څخه د ملي اردو د ۱۱۴۱ نویو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې مشال راډیو ته وکړې.

چارواکي وايي، یادو سرتېرو چې درې میاشتنۍ پوځي زده کړې کړي، په خوست کې به د ملي اردو په لیکو کې په دندو وګومارل شي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان جنرال میرویس ساپي وویل، دا مهال د سویل ختیزو ولایتونو جوپې-جوپې ځوانان د ملي اردو لیکو ته ور روان دي او دوی د ځوانانو په دې روحیه ویاړي.

جنرال ساپي زیاته کړه: ((دا د دښمن تبلیغات، خوب او خیال دی، چې وايي موږ به وضعیت نا امنه کړو، ژمي کې هم ټول دلته وو، دښمن نور ځپل شوی او تاسو ولیدل چې جوپه-جوپه ځوانان راځي او اردو ملي کې ځانونه راجسټروي، دا موږ ته ډېر د افتخار ځای دی، دا یوولس سوه سرتېري ټول خوست ته لېږم، ځکه خوست سرحد دی او یو څه د پکتیا سیمو ته هم لېږو.))

خوست قول اردو
خوست قول اردو

بل لوري ته هغه ځوان سرتېري چې د ملي اردو له روزنیز مرکزه فارغ شوي دي، خوښي څرګندوي او وايي، د هېواد ناخوالو دې ته اړ کړل، چې د خپلو وطنوالو د سوله ییز ژوندانه په تامین کې برخه واخلي.

د درېیم ټولي سرتېری وحیدالله چې د خوست ولایت اوسیدونکی دی وايي، د خلکو د ډامن امنیت ساتلو لپاره د ملي اردو په لیکو کې شامل شوی دی.

دی زیاتوي، نور ملګري يې هم تکړه او با جرئته ځوانان دي، ددې لپاره يې درېشي اغوستې او کمربند يې تړلی، چې د وطن خدمت وکړي.

د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکی سرتېری رحمان الله وايي، په درې میاشتنۍ روزنه کې یې پوره پوځي مهارتونه زده کړي دي: ''په ټول ۳۴ ولایتونو کې زه کولای شم، چې وظیقه ترسره کړم، د خپلې خاورې به په میړانه دفاع وکړم، نو موږ دښمن ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ په خاوره یرغل وکړي، که ټول غلبیل غلبیل وم، خو چې یوه ګوته مې کار کوي، دښمن ته به اجازه ورنکړم چې په هېواد مو تېری وکړي.''

د تعلیمي کنډک یو بل سرتیری عطاالله د دولت وسله والو مخالفینو غواړي چې سوله وکړي او دوی سره څنګ په څنګ د هېواد خدمت ته ملاوې وتړي.

نوموړی زیاتوي، که مخالفین سوله نه کوي او په جګړه ټينګار کوي، نو دی او ملګري يې چمتو دي، چې د ژوند تر پایه د خپل هېواده ساتنه وکړي.

یاده دې وي، چې د تندر قول اردو اړوند لواوې په خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني او میدان وردکو ولایتونو کې د امنیت ساتلو مسوولیتونه پر غاړه لري.

که څه هم پخوا ملي اردو قطعاتو او جزوتامونو ته تعینات په لزومدید کېدل، خو دا ځل د لويې پکتیا ځوانانو ته د دفاع وزارت له لوري ویل شوي، چې دوی به په خپلو ولایتونو کې په دندو وګمارل شي.

د ملي اردو له روزنیز مرکز څخه ددې ځل ډیری فارغان د خوست ولایت ول.

XS
SM
MD
LG