د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته ځي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغانستان او ځینو نورو مسلو په اړه د خبرو لپاره نن د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته ځي.

بلېنکن چې د اپرېل پر ۱۲مه‌یې هم د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د نورو مسئلو ترڅنګ د افغانستان د مسلې په اړه خبرې وکړې، بروکسل ته پر داسې مهال سفر کوي چې طالبانو په دوشنبه (پرون) اعلان وکړ دا ډله لا تر اوسه دې ته نه‌ده چمتو چې د ترکیې په غونډه کې چې ټاکل شوې وه د روانۍ اوونۍ په پای کې جوړه شي، ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۲مه په یوه بیان کې وویل چې بلېنکن له سټولټنبرګ سره په افغانستان کې د سولې پروسې د پرمختګونو پر لارو چارو خبرې وکړې.

په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بروکسل ته په سفر کې چې نن‌یې پیلوي، د افغانستان پر مسلې د ناټو له جنرل سېکرېټري او نورو متحدینو سره هراړخیزې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس وویل، بلېنکن به په بروکسل کې چې د دفاع وزیر لوېد استین به هم د چارشنبې په ورځ ورسره یوځای شي، یو ځل بیا ګډو ګټو ته په رسېدو کې له خپل دغه مهم متحد سره د متحده ایالاتو ژمنه تازه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د افغانستان د سولې پروسه‌یې د خپل ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد په مټ په دې وروستیو کې ګړندۍ کړې هڅه کوي هر څومره ژر چې کېدای شي د افغانستان دولت او طالبان یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.

نوموړي وړمه ورځ له امریکایي اېن‌بي‌سي ټلوېزیون سره په مرکه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل ځواکونه بېرته هېواد ته ستانه کړي، خو نه ‌غواړي چې هغه پخوانۍ، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته تجربه چې ورپسې دا هېواد په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو، تکرار شي.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران داسې مهال له بروکسل څخه لیدنه کوي چې طالبانو په دوشنبه ازادي راډیو ته وویل تر اوسه دا ډله چمتو نه‌ده چې د روانۍ اوونۍ په پای کې د استانبول په غونډه کې چې مهم هدف‌ یې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی ایښودل او د ښکېلو لورو ترمنځ یو سیاسي جوړجاړی دی، ګډون وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د اپرېل پر ۱۲مه مشال راډیو ته په دې اړه چې ولې طالبان تر اوسه نه ‌دي چمتو چې په دې غونډه کې ګډون وکړي؟ نور جزئیات ورنه‌کړل، خو یوازې دومره‌یې وویل چې په دې اړه‌یې سلا مشورې روانې دي.

که څه هم د دغې غونډې دقیقه نېټه تر اوسه رسماً نه‌ ده اعلان شوې، خو ویل شوي و چې د اپرېل په ۱۶مه به وشي.

د دې غونډې د نېټې اهمیت په دې کې دی چې څه باندې دوه اوونۍ وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ د تېر کال د دوحې د تړون هغه ضرب‌الاجل پوره کېږي چې له مخې یې باید ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو د امریکایي چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه چې ویلي یې دي، ښایي ګرانه وي چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د مې د لومړۍ نېټې ضرب ‌لاجل عملي شي.

نعیم وویل چې خبره دا نه‌ده چې له امریکا سره د شوي تړون عملي کېدو ته د ګوتې په شمار ورځې پاتې دي، بلکې خبره د ۱۴ میاشتو وه.

نعیم زیاتوي: "دا د ۱۴ میاشتو موضوع وه چې په هغې باندې توافق شوی دی. د دوی د دفاع وزیر یوه خبره کوي او نور یې نورې خبرې. دا یوازې پلمې دي، کومې خبرې چې دوی کوي له هغه (توافق) سره اړخ نه‌لګوي."

د نعیم اشاره د امریکا او طالبانو د تېر۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون ته وه چې څه باندې دوې اونۍ وروسته ‌یې ۱۴ میاشتې پوره کېږي.

د استانبول د غونډې تنظیموونکو تر اوسه د طالبانو د دغه نوي اعلان په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د سیمه‌ییزې اجماع لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزي تېره شپه ازادي راډیو ته د اپرېل پر ۱۶مه د استانبول په غونډه کې د ګډون په اړه د طالبانو د نه ‌چمتووالي په اړه وویل چې بېړه په‌ کار نه‌ده، باید پرېښودل شي چې دواړه لوري دې غونډې ته ښه تیاری ونیسي.

داوودزی وايي: "موږ هم تل په دې نظرو یو چې دغومره بېړه په‌کار نه‌ده. ښایي دا پروسه له ستونزو سره مخامخ کړي. باید دواړو لورو ته فرصت ورکول شي چې خپل کورني کارونه بشپړ کړي او کله چې دواړه لوري د ګډون لپاره چمتو شول، بیا دې نېټه وټاکل شي."

په عین حال کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې د سولې د ټولو وړاندې شویو طرحو له څېړلو وروسته‌یې د ترکیې غونډې ته یوه واحده طرحه چمتو کړې چې د دې شورا د رهبرۍ کمېټې تر تصویب وروسته به هغه د افغانستان د حکومت له لوري دې غونډې ته وړاندې شي.

خو دا چې د ترکیې غونډه به کله جوړېږي، د طالبانو د پروني اعلان وروسته‌یې وړاندوینه ګرانه برېښي چې ایا هغه به له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره له ټاکل شوي ضرب‌الاجل مخکې وشي او کنه؟

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG