د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اپرېل پر شپږمه پاکستان ته ځي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اپرېل پر شپږمه پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي او نورو اعلی حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

دا معلومات د اپرېل پر لومړۍ نېټه د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په رسمي ټویټر ایکاونټ خپاره شوي دي. د راپورونو تر مخه له سرګي لاوروف سره به د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړې استازی ضمیر کابلوف هم ملګرې وي. په دې سفر کې به په خپل مینځي اړیکو، ترهګرۍ ضد جګړې او د اقتصادي همکارۍ په چارو خبرې کېږي.

پاکستان ته د سرګي لاوروف د سفر مقصد څه دی؟

په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی نوید صدیقي وايي چې له تیرې څه مودې راهیسې د روسیې، چین او پاکستان تر منځ همکاري ډېره شوې ده.

نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ځینو چارواکو له قوله وايي چې د سفر یوه مهمه موضوع د روسیې او پاکستان تر منځ د شمال او جنوب پایپ لاین منصوبه عملي کول دي. په دې اړه د پیپلز ګوند په پخواني حکومت او د جنرال مشرف په واکمنۍ کې ځیني پرمختګونه شوي وو. پاکستان تر اوسه په دغه اړه چوپه خوله دی او د هغې لوی علت دادې چې امریکا ناراضه کول نه غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوي دي. په دغه لړ کې روسیې د مارچ پر ۱۸مه په ماسکو کې د یو کانفرانس کوربه توب هم وکړ.

د مسکو کانفرانس یوه څنډه
د مسکو کانفرانس یوه څنډه

په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو چارو د مطالعاتو د څانګې استاد ډاکټر خورشید احمد وايي چې روسیه د سولې په مذاکراتو کې خپلې ګټې لري، چې د ترلاسه کولو لپاره یې د پاکستان کردار ډېر مهم دی.

نوموړی زیاتوي چې دا ټولې هلې ځلې د افغانستان په اړه د راروان اسیا زړه کانفرانس د بریالیتوب لپاره روانې دي.

په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره دا هلې ځلې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ولسمشر جو بایډن انتظامیې ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه د ځواکونو ویستل به یو مشکل کار وي.

په اسلام اباد کې د سیاسي او سیمه ییزه چارو شنونکی شایق حسین وايي، پاکستان دا فکر کوي چې د بایډن انتظامیه د افغانستان د ستونزې د هوارۍ نه پرته په پاکستان کې نوره خوښي نه څرګندوي، نو له دې کبله له روسیې سره خپلو اړیکو ښه کولو ته اهمیت ورکوي.

نوموړی زیاتوي چې په دې تیره موده کې د پوځي او دفاعي چارواکیو په کچه هم د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري لا ډېره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر به پاکستان ته د راتګ څخه وړاندې هند ته ځي او هلته به د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر سره ویني.

لاوروف به له پاکستان څخه وروسته قازقستان، ایران او مصر ته هم سفرونه کوي.

XS
SM
MD
LG