د لاسرسي ځای

تازه خبر

يقيني کول غواړو چې افغانستان بيا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي:‌ بلينکن


انتوني بلينکن په برسلز کې
انتوني بلينکن په برسلز کې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یوځل بیا په مسولانه ډول د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو ټینګار کړی. هغه ويلي امريکا به هر پرېکړه د ناټو له متحدينو سره په شريکه وکړي.

بلینکین دغه څرګندونې نن په برسلز کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې ترپیلیدو مخکې په لنډو خبرو کې وکړې او وې ویل چې واشنګټن د افغانستان په اړه غورپیل کړی او غواړي چې له خپلو متحدانو سره خپل لومړني نظریات شریک او له هغوی واوري.

موږ د دې خبرې د يقني‌کولو هوډ کوو چې افغانستان بيا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي
انتوني بلينکن

تیره اونۍ د امریکې ولسمشر جو بایډن ويلي وو چې دا به ګرانه وي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره د مې د لومړۍ نیټې ضرب الاجل يا ډيډ لاين عملي شي.

بلينکن د مارچ په ۲۳مه وويل: ((هر هغه څه چې امريکا یې کوي، په هغه کې به د ناټو د متحدينو نظر شامل وي. که تاکتیکي پریکړه یوې خواته کړو، موږ د ناټو متحدینو سره په دې همنظره یو چې دغه جګړه باید په مسولانه ډول پای ته ورسول شي. د دې ترڅنګ چې ځواکونه د جګړې له ډګره باسو، همداسې مو ګډ هوډ کړی چې دا یقیني شي چې بیا افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل نشي چې امريکا او زموږ متحدانو ته ګواښ متوجه کړي.))

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ په دې خبري کنفرانس کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو یواځینې فرصت د سولې روانې خبرې وبللې او له امريکا یې مننه وکړه چې دغه بهیر یې په وروستیو کې ګړندې کړی دی.

د ناټو بهرنیو چارو وزیران نن او سبا (د مارچ ۲۳مه او ۲۴مه) په برسلز کې غونډه کوي او د بحث یوه موضوع یې په افغانستان کې د دغه سازمان د پوځي ماموریت برخلیک دی. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د مارچ پر ۲۲مه یوې خبري غونډې ته وويل چې د دوی ټول متحدان د افغانستان روان حالات او د امریکا او طالبانو د هوکړې ژمنې ارزوي، او بیا یوه ګډه پریکړه کوي.

د نوموړي وينا وه چې د مې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل يا ډيډلاين ته په نیزدې کېدو دوی په ناټو کې بحث او مشوره کوي او دا به یوه موضوع وي چې د بهرنیو چارو وزیران به پرې خبرې وکړي. د امريکا او طالبانو د تېر کال په لوظنامه کې راغلې چې امريکايي‌ځواکونه به د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وځي.

سټولټنبرګ د افغانستان او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د دوام ژمنه په کولو سره وويل، دا ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سلا مشورې او روزنې او دغه راز هغوی ته د مالي امکاناتو د برابرولو په برخه کې دی.

نوموړي په همدې کانفرنس کې د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبان باید پسرلني عملیات پیل نه کړي او د دوحې د تړون له مخې له القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي. طالبانو بیا ویلي چې دوی له القاعده سره اړیکې نه پالي خو په دې وروستيوو کې افغان ځواکونو په ځينو عملياتو کې د القاعده ځيني غړي نيولي او ځيني وژلي دي.

XS
SM
MD
LG