د لاسرسي ځای

تازه خبر

غلام خان بندر د پاکستان او افغانستان د ټرانزيټ تجارت لپاره پرانیستل شو


غلام خان بندر
غلام خان بندر

د خوست او شمالي وزیرستان ترمنځ غلام خان بندر په رسمي توګه د افغانستان او پاکستان د ټرانزيټ ټرېډ يوه لار وګرځول شوه. د اپرېل په اوومه د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټ وزیر او نورو چارواکو یې پرانیسته وکړه.

د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان په دغه ورځ مشال رېډیو ته وویل چې له کراچۍ څخه د ټرانزيټ ټرېډ دوه ګاډي پر غلام خان کابل ته روان شول.

غلام خان بندر د افغانستان او منځنۍ اسیا هیوادونو سره د تجارت تر ټولو نیزدې لاره ده. په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب عملیاتو سره دغه لاره تړل شوې وه چې له ۲۰۱۸ کال وروسته پرې په لږه پېمانه د افغانستان او پاکستان سوداګري پېل شوه خو دا لومړی ځل دی چې دا لار د ټرانزیټ‌ټرېډ لپاره پرانیستل کېږي.

د شمالي وزیرستان سوداګرو اتحادیې مشر حاجي عبدا لله خان د اپرېل په ۷مه مشال ریډیو ته وویل پر دې پرانیسته ډېر خوشاله دی. ((له دې سره به عام خلک او تاجران په روزګار شي. اقتصاد به وده وکړي. دغلته هوټل، ټرک، ډرایور، پټرول پمپ به اباد شي. د دوی د اقتصاد د ښه کېدو هم دغه یوه لار ده.))

پاکستان او افغانستان په خپل منځ کې د تورخم، چمن، انګور اډې، باديني، خرلاڅو او ګوسړۍ له لارو سوداګري کوي. پر غلام خان پر بندر د افغانستان پر لار د مرکزي اسيا او پاکستان ترمنځ تجارت لا واردمخه پېل شوی دی.

د افغانستان د خوست ولايت سوداګرو اتحادیې مشر انور ځدران د اپرېل په اوومه مشال ریډیو ته وویل چې اوس بايد د دواړو خواوو چارواکي د سوداګرۍ اسانولو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي. ((د روډ پاس لرونکو ګاډو او د خلکو تګ راتګ ته دې هم اجازه ورکړل شي.))

د پاکستان - افغانستان کم تجارت او له منځنۍ اسیا سره یې د زياتولو هڅې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:13 0:00

XS
SM
MD
LG