د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان د ټرانزېټ سوداګرۍ موافقه تر درو میاشتو وغځوله


په تورخم کې د پاکستان له لوري افغانستان ته تلونکې لارۍ ولاړې دي - د ارشیف انځور.
په تورخم کې د پاکستان له لوري افغانستان ته تلونکې لارۍ ولاړې دي - د ارشیف انځور.

پاکستان او افغانستان د ټرانزېټ سوداګرۍ په اړه د ۲۰۱۰ز کال موافقه تر درو نورو میاشتو غځولې ده.

دواړه هېوادونه له څه د پاسه درو کلونو راهیسې د ټرانزېټ او سوداګرۍ پر پراخې او جامع موافقې خبرې کوي.

د پاکستان د وزیراعظم د سوداګرۍ او پانګونو چارو سلاکار عبدالرازاق داوود د اپرېل پر لومړۍ په اسلام اباد او د افغانستان د سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني په کابل کې د انلاین غونډې له لارې د موافقې د غځولو اسناد لاسلیک کړل.

دواړه هېوادونه وايي، د سوداګرۍ پراخوالي لپاره د یو بل ټرانزېټي لارو ته اړتیا لري.

اسلام اباد د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره او کابل د پاکستان له لارې له هند سره تجارت کول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG