د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سرکاري ملازمينو احتجاج په لسمه ورځ هم روان دی


پر احتجاج ناست سرکاري ملازمين
پر احتجاج ناست سرکاري ملازمين

د بلوچستان سرکاري ملازمینو د احتجاج ختمولو لپاره د حکومت حکومت غوښتنې رد کړي او په کوټه کې یې خپل پرلت ته په لسمه ورځ‌هم دوام ورکړی.

د اپرېل په ۷ مه پر سړکونو ناست دي خلکو مشال رېډيو سره په خبرو کې ويلي چې حکومت دې یې په تنخاوو کې ۲۵ فیصده اضافه وکړي. د ملازمينو اتحادیې د احتجاج په ډول له ميټريک امتحانه هم بايکاټ کړی دی او وايي تر هغې به یې غړي د کوټې پر هاکي چوک ناست وي تر څو یې چارواکي غوښتنې ونه مني.

زموږ په تنخا کې دې ۲۵ فیصده اضافه وشي
سرکاري ملازمين

د اتحادیې يو مشر حبیب الرحمان مردان زي د اپرېل په ۷مه مشال رېډيو ته وويل که مسله یې حل نه شوه نو دوی به خپل پرلت نورو ښارونو ته هم وغځوي او بازراونه به بند کړي.

مظاهره چيانو پر حکومت دا تور هم پورې کړی چې په وينا یې د صوبو په ځينو برخو کې د سرکاري ملازمينو په خلاف انتقامي‌کاروايي شوې ده. مشال رېډيو چې کله پر دې مسله د وزیراعلی جام کمال خان د وياند لياقت شهواڼي سره خبرې وکړي‌نو هغه وويل چې وزیراعلی د ملازمينو د غوښتنو د جاج لپاره يوه کمېټې جوړه کړې او ژر به دا ستونزه حل شي.

په همدې حال کې جام کمال خان په ګوادر کې د اپرېل په ۶مه خبريالانو ته وويل چې ملازمين بايد مظاهرې ودروي. د هغه په خبره ځينې جایز غوښتنې به پوره کېږي خو خبرداری یې ورکړ: ((د ملازمینو دا رويه سمه نه ده چې دا به وکړي او هغه به وکړي. د بازارونو او سړکونو له بندولو هيڅ نه ترلاسه کېږي.))

نوموړي زیاته کړه چې که حکومت انتقامي کاروايي‌کولی نو پر پرلت والو به یې سختي کړې وای او اوښکې بهوونکی ګېس به یې پرې کارولی وو خو په وېنا یې چې داسې نه کوي. جام کمال خان ادعا وکړه چې د بلوچستان سیکرټریټ ملازمین اوس هم ښه تنخا او ۲۳ بیلا بیل الاونسونه اخلي.

جایزې غوښتنې به پوره کېږي خو د سړکونو او مارکيټونو په بندولو هيڅ لاس ته نه راځي
وزیراعلی جام کمال خان

د سرکاري ملازمینو احتجاج د پوليو هغه کمپاين هم په درېيم ځل د ځنډ سره مخ کړی چې د بلوچستان حکومت د پلان تر مخه نن په ۳۲ ضلعو کې پېليده. تر دې مخکې حکومت غوښتل د معذورونکي دې وایرس پر ضد د واکسينو دا کمپاين لومړی د مارچ په ۲۹مه او بيا د اپرېل له پينځمې پېل کړي خو د سرکاري ملازمینو د مظاهرو له وجې داسې ونه شول.

د پاکستان میډیکل ایسوسي ایشن بلوچستان څانګې پر دې خفګان ښودلی. دوی له حکومت او مظاهره چيانو غوښتي چې زر دا مسله حل کړي ځکه چې که د پوليو کمپاين همداسې ځنډیدلی پاتې شي، په دې صوبه کې به د ګوزڼ نور کېسونه مخې ته راشي. دا مهال په بلوچستان کې د پوليو وهلو ماشومانو شمېر ۲۶ دی.

کوټه کې سرکاري ملازمين پر احتجاج دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

XS
SM
MD
LG