د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ملازمینو د اوښلن ګېس کارولو د شیخ رشید بیان پراخ غبرګون راپارولی


د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشید احمد هغه بیان چې په اسلام اباد کې یې پر سرکاري ملازمینو اوښلن ګېس د ازمویلو لپاره کارولی، پراخې نیوکې او غندنې راپارولې دي.

د فبرورۍ پر۱۴ مه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته شېخ رشيد احمد ويلي وو چې د روانې میاشتې د فبرورۍ پر ۱۱ مه یې پر سرکاري ملازمینو اوښکه بهونکی ګېس د ازموینې په توګه کارولی دی ځکه چې دا له ډېرې مودې راهیسې بېکاره پراته وو.

د نوموړي وينا وه "لږ ډېر اوښکې بهونکی ګېس مو کارولی دی، نور هم شته هغه له موږ سره خوندي پراته دي."

د شېخ رشید دا بیان په ټولنیزو رسنیو "فېس بک او ټویټر" خلکو غندلی دی.

محمد تقي نومې يو تن په ټویټرپاڼه لیکي "شیخ رشید به خپل غرور ډوبوي."

دا شان مالک اڅکزي نومې تن لیکلي د "شیخ رشيد د دې بیان روستو به له دوی څه تمه وکړل شي."

بل پلو سرکاري ملازمینو او استازانو هم د نوموړي بیان غندلی او پرې د خپګان څرګندونه کړې ده.

د مردان د سرکاري استادانو د اتحادیې مشر محمد وقاص نن (د فبرورۍ پر ۱۵ مه) مشال راډیو ته وویل "کورنيو چارو وزير دې دوی نه مجبوروي چې دوی خپل احتجاج په پنډۍ کې شورو کړي، نه خو دوي په داسې بيانونو سره سرکاري ملازمين ويرولی شي او نه به له خپلو غوښتنو څخه پرشا شي."

د خیبر ضلع يو استاد محمد عتیق مشال راډیو ته وویل، د سرکاري ملازمینو سره داسې کار نه وو پکار چې لکه دوی پرې اوښکې بهونکی ګېس وکاروو، او دا بیان داسې دی لکه چې د دوی پر پرهرونو باندې مالګه دوړوي.

د دې ترڅنګ اپوزیشن ګوندونو هم په دې بیان نیوکې کړې او ویلي یې دي باید چې وزیراعظم عمران خان له شېخ رشیده استعفا واخلي.

د پاکستان پیپلزپارټۍ سېنېټر بهره مند تنګي مشال راډیو ته وویل "د شېخ رشيد پحقله یو وخت کې عمران خان ویلي وو چې دی يې چپړاسي هم نه ګوماري او نن يې پر دومره اهمه چوکۍ کښېنولی دی نو دا فیصله په هېڅ جوړ قام ته منظوره نه ده او نه يې اپوزیشن ګوندونه مني."

مشال راډیو چې د داخله چارو د وزیر شیخ رشید په دې بیان باندې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ د غړي اقبال اپرېدي نه وپوښتل نو نوموړي وویل، شېخ رشيد چې کوم بیان ورکړی نو هغه د ملازمینو لپاره نه دې بلکې دا د هغه سیاسي خلکو لپاره چې اسلام آباد ته به لانګ مارچ کوي نو که هغوی رېډ زون ته ورغلل او بیا بل کوم داسې ځای ته نو د هغوی پر ضد به دا کارول کېږي نو دا بیان د هغوی لپاره دی.

د ذکر ده د فبرورۍ په یولسمه له ټول پاکستانه اسلام آباد ته ورغلیو سرکاري ملازمینو په ډي سیکرېټرېټ او ډي چوک کې احتجاجي مظاهره وکړه او کله چې د پارلیمان د ودانۍ اړخته روان شول نو پولیسو پر کوتکو ووهل او اوښکې بهونکې ګېس يې پرې وکاروو او د ملازمینو په وینا چې دغه دروان یو ملازم ژوبل شوي هم دی دارنګ دې ملازمینو پولیس هم په کاڼو وویشتل.

د دوی غوښتنه وه چې په دې هېواد کې ګراني ډېره شوې نو باید چې حکومت ورته تنخاګانې د ګرانۍ په تناسب سره سېوا کړي.

په ټول پاکستان کې شپاړس لکه پورې سرکاري ملازمین دي چې پکې د پينځه لکه اتيا زره نه زيات وفاقي ملازمين دي.

XS
SM
MD
LG