د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد احتجاج: سرکاري ملازمینو او پولیسو نښته کړې


دا د تېر کال د اکتوبر د میاشتې تصویر دی. هغه وخت هم سرکاري او غیرسرکاري ملازمينو د تنخاګانو زیاتولو لپاره احتجاج کړی وو
دا د تېر کال د اکتوبر د میاشتې تصویر دی. هغه وخت هم سرکاري او غیرسرکاري ملازمينو د تنخاګانو زیاتولو لپاره احتجاج کړی وو

د پاکستان ځيني سرکاري ملازمين د خپلو تنخاګانو زياتولو غوښتنه کوي. دوی د فرورۍ په نهمه او لسمه د پارليمان مخې ته په ورغونډېدو وو چې پوليسو یې مخه ونيوله.

تر دې مخکې له وفاقي وزيرانو سره د دوی تر مذاکراتو ناکامه کېدو وروسته، دوی د فرورۍ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د دهرنې اعلان کړی وو.

کله چې مظاهرچيانو د پارليمان ودانۍ لور ته د تګ کولو کوښښ وکړ نو پرضد يې پوليسو کاروايي وکړه. پوليسو مظاهرچيان په کوتکونو وهل او پرضد يې اوښکې بهونکی ګيس وکاراوه. د دې په ځواب کې مظاهرچيانو پر پوليسو د کاڼو ګزارونه وکړل.

اسلام اباد کې د احتجاجي سرکاري ملازمينو او پوليسو ترمنځ نښته شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00

د مشال راډیو خبريال وايي چې پوليسو ځينې مظاهرچيان ګرفتار کړي هم دي. بلخوا د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد د پاکستان جيو ټي وي ته ويلي دي چې د هېواد اقتصادي حالت ته په کتو سره به د ملازمينو تنخواګانې زياتوي.

د ده په خبره له ملازمينو سره يې خبرې ځکه ناکامې شوې چې هغوی اول ويل چې د له لومړي ګرېډ څخه تر شپاړسم ګرېډ ملازمينو تنخواګانې دې زياتې کړل شي خو وروسته يې بيا تر د ۲۲ م ګرېډ پورې د ملازمينو د تنخواګانو زياتولو غوښتنه وکړه.

دغو ملازمينو تېر کال هم په اسلام اباد کې مظاهرې کړې وي چې د پاکستان له بېلابېلو برخو پکې په زرګونو سرکاري کارکوونکو برخه اخیستې وه.

اسلام اباد کې زرګونه سرکاري ملازمينو احتجاج پیل کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

XS
SM
MD
LG