د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرکاري ملازمين دې "حکومت ضد" وټس اپ ګروپونه پرېږدي: بلوچستان حکومت


ټولنيزې رسنۍ
ټولنيزې رسنۍ

د بلوچستان حکومت د صوبې شاوخوا درې لکه سرکاري ملازمينو ته امر کړی چې د ټولنيزو رسنيو له هغو پاڼو او وټس اپ ګروپونو څخه ووځي چې د دوی په وينا ناسم معلومات خپروي او د صوبايي حکومت پر ضد منفي تبليغات کوي.

د حکومت له اړخه د اګست پر ۲۹مه خپرې شوې دې اعلاميه کې که څه هم د يو ځانګړي وټس اپ ګروپ يا د ټولنيزو رسنيو د يوې ځانګړې پاڼې ذکر نه دی شوی خو د "چهوټي چړيا" يا "وړه مرغۍ" په نوم پر فېسبوک يوې پاڼې او وټس اپ ګروپ ته اشاره شوې چې حکومتي رازونه افشا کوي او پر حکومتي تګلارو ښکاره نيوکې کوي.

د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د بلوچستان د وزيراعلا جام کمال خان پر لارښوونه په خپره شوې اعلاميه کې سرکاري ملازمينو ته ويل شوي چې دوی دې د هغه "پروپاګند" برخه نه جوړيږي چې د حکومت خلاف روان دی.

نوموړی زياتوي چې ځېنې پاڼې او ګروپونه يوازې د همدې مقصد لپاره جوړ شوي چې ناسم معلومات خپروي، بې باوري رامنځ ته کوي او د حکومتي چارواکو کردارکشی کوي.

"تنقيد کول د هرچا حق دی او موږ يې منو. ځېنې کسان پر حکومت نيوکې هم کوي او که د حکومت لخوا ښه کار وشي، د هغه ستاينه هم کوي. موږ د بېطرفه نظر ستاينه کوو خو سرکاري کلازمينو ته مو ويلي چې له هغو [فېس بوک او وټس اپ] ګروپونو څخه دې راووځي چې يوازې پروپاګند کوي."

شاهواني زياته کړه چې حکومت پخپله هم يوشمېر وټس اپ ګروپونه لري چې پر حکومتي چارو خبرې او بحثونه پکې کېږي.

د اګست د ۲۹مې اعلاميې پر ضد د "چهوټي چړيا" په نوم د فېسبوک او وټس اپ ګروپ چلوونکي او د پاکستان په ځېنو ورځپاڼو کې کالم ليکونکي خبريال بايزيد خان خروټي د اګست پر ۳۱مه نېټه د بلوچستان چيف سېکرټري، د وزيراعلا پرنسپل سېکرټري او د بلوچستان د خدماتو او عام نظم ادارې صوبايي سېکرټري ته د سپريم کورټ او هايکورټ د وکيلانو له لارې قانوني ليک لېږلی او په دوو ورځو کې دننه يې د دې اعلاميې بېرته اخيستو ورته ويلي دي.

بايزيد د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د حکومت اعلاميه په دا وروستيو کې د حکومت لخوا معلوماتو ته د رسايي قانوني مسودې پر ضد او د وګړو او ملازمينو له بنيادي حقونو سره په ټکر کې ده.

نوموړي زياته کړه چې هغه په ټولنيزو رسنيو کې د يو عام کس ستونزې راپورته کوي او يوازې د بلوچستان په اړه ليکل کوي.

"د پاکستان قومي رسنۍ بلوچستان ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. زه خو د يو عام وګړي خبره کوم. ما حکومت ته ويلي چې که ما غلطه خبره کړې يا مې د چا کردارکشي کړې نو قانون موجود دی، تاسو عدالت ته ولاړ شئ او زما خلاف کېس وکړئ."

د بايزيد په وينا، په بلوچستان کې د هغه فېسبوک بوک پاڼه تر ټولو زياته کتل کېږي او تر اته لکه زيات پيروان او تر څلور نيم لکه زيات خوښوونکي لري.

بلخوا د هغه په وينا له نوموړي سره په وټس اپ ګروپ کې د بلوچستان پخواني اعلا وزيران، د وزير اعلا جام کمال په ګډون يوشمېر صوبايي وزيران او لوړ پوړي حکومتي چارواکي ملګري ول خو د هغه په وينا لومړی جام کمال له ګروپه ووت او له اعلاميې وروسته د بلوچستان د خزانې وزير په ګډون شاوخوا ۱۰ نور لوړپوړي چارواکي ووتل.

د پاکستان د خبريالانو د وفاقي اتحاديې مشر او شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي چې ټولنيزې رسنۍ د ولسي ګټو او بشري او جمهوري حقونو لپاره کارول کېدای شي خو حکومت د نظم ساتلو په ترڅ کې خپلو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې کولای شي.

"لکه څنګه چې د قاعدې او ضابطې له مخې يو سرکاري ملازم په سياسي فعاليتونو کې برخه نه شي اخيستلای، همدا ډول کله چې يو حکومتي امر يا اعلاميه جوړيږي نو تر څو چې هغه خپره شوې نه وي، حکومت نه غواړي چې ولس ته دې وړاندې کړل شي او له ټولنيزو رسنيو سره دې شريکه کړل شي."

خو نوموړی زياتوي چې معلوماتو ته رسايي د خبريالانو حق دی.

د بلوچستان حکومت له ځانګړو وټس اپ ګروپونو او ټولنيزو رسنيو له پاڼو څخه خپلو ملازمينو ته د وتلو اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې چې وزيراعلا جام کمال خان څو ځله رسنيو ته ويلي چې هغه خپله لسګونه وټس اپ ګروپونه چلوي چې د ده په وينا مقصد يې حکومتي چارې او فعاليتونه په ګړندۍ توګه پرمخ وړل دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG