د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د حکومتي مامورینو پرلت پر شپږمه ورځ هم دوام لري


اسلام اباد کې د ټول ملک د سرکاري ملازمینو استازو او غړو په فبرورۍ میاشت کې د خپلو تنخواګانو د زیاتوالي په خاطر مظاهرې کړې وې.
اسلام اباد کې د ټول ملک د سرکاري ملازمینو استازو او غړو په فبرورۍ میاشت کې د خپلو تنخواګانو د زیاتوالي په خاطر مظاهرې کړې وې.

د بلوچستان په مرکز ي ښار کوټه کې د سرکاري ملازمینو احتجاج د اپرېل پر درېیمه نېټه هم دوام لري. دوی د خپلو معاشونو د زیاتولو غوښتنه کوي او له تېرو پينځو ورځو راهېسې یې پرلت وهلی دی.

پرلت وال وايي، حکومت دې د هغوی تنخواګانې ۲۵ سلنه زیاتې کړي ځکه چې په اوسنیو هغو کې یې ګوزاره نه کېږي. پر حکومت د خپلو غوښتنو د منلو په خاطر دغو حکومتي مامورینو د اپرېل پر دویمه نېټه په کوټه ښار کې لاریون هم وکړ چې پکې یې شعارونه ورکول چې د هغوی خبره دې ومنل شي.

کوټه کې سرکاري ملازمين پر احتجاج دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

د بلوچستان د سرکاري ملازمینو د ټولنې مشر عبدالمالک کاکړ د اپرېل پر دوهمه مشال راډیو ته وویل، که حکومت یې غوښتنه ونه منله نو پرلت به نه ختموي بلکې تر دې سخت ګامونه به پورته کوي. نوموړي دا ونه ویل چې دغه "سخت ګامونه" به څه وي؟

عبدالمالک کاکړ وویل، هغوی د خپل حق د غوښتو لپاره راوتلي نو نه به په شا کېږي او نه به هم ډارېږي. هغه وايي یوه میاشت مخکې تر دې چې احتجاج پيل کړي، له حکومته یې مطالبه کړې وه چې ګراني زیاته شوې نو د هغوی معاشونه دې ۲۵ سلنه لوړ کړل شي خو دا چې حکومت پرې غوږ ونه ګرولو نو هغوی اړ شول چې احتجاج پیل کړي.

د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې د ټول ملک د سرکاري ملازمینو استازو او غړو په فېبرورۍ میاشت کې د خپلو تنخواګانو د زیاتوالي په خاطر مظاهرې کړې وې چې وروسته يې حکومت مطالبه منلې وه. پر دې پرېکړه په مرکز اسلام اباد او نورو صوبو کې عمل پیل شوی خو د بلوچستان حکومت بیا پرې عمل نه دی کړی.

د بلوچستان لومړي وزیر جام کمال د اپرېل پر لومړۍ نېټه ویلي و، حکومت د سرکاري ملازمینو معاشونه ۲۵ سلنه نشي زیاتولی. نوموړي ویلي و، د کورونا وبا د خپرېدو له وجې یې حکومت وار له مخې په مشکلاتو کې ګېر دی نو نور بوج نشي اوچتولی.

نوموړي له سرکاري مامورینو غوښتي وو چې خپل پرلت دې ختم کړي ځکه چې د ترهګرۍ د پېښو د مخې ته راتلو وېره هم لیدل کېږي او دا وېره هم شته چې په پرلت کې له یوه نه بل ته د کورونا وبا ولګېږي.

XS
SM
MD
LG