د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نېشنل پارټي له پاکستان جمهوري تحريک ولې ووته؟


امیرحیدرخان هوتي او د عوامي نېشنل ګوند نور مشران په خبري غونډه کې
امیرحیدرخان هوتي او د عوامي نېشنل ګوند نور مشران په خبري غونډه کې

عوامي نېشنل پارټي اعلان کړی چې د تحريک انصاف حکومت په خلاف جوړ شوي د اپوزیشن ګوندونو له اتحاد، پاکستان جمهوري تحريک (پي ډي‌ايم) څخه ووتله.

د دې ګوند مرکزي مرستيال مشر، امیرحیدر خان هوتي د اپرېل په شپږمه باچا خان مرکز پیښور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د سينيټ د مشر د ټاکلو لپاره د رايو ورکولو پر سر رامنځته شوی اختلاف بايد د خبرو له لارې حل شوی وای خو داسې ونه شول نو ځکه نور په دې تحريک کې نه پاتې کېږي.

یوازې زموږ ګوند مشر له مونږه د ځواب غوښتو حق لري
امیر حیدر خان هوتي

هغه زیاته کړه: ((د دې پر ځای چې مونږ او ټولو ګوندونه ته د بحث موقع راکړل شوی وای چې اختلاف حل کړو، دوی شو کاز نوټس راکړ. ایا پي ډي ایم یو سیاسي ګوند دی چې داسي کوي؟ زموږ ګوند تاریخ لري او يو مهم ګوند دی. له مونږه د ځواب غوښتو حق یوازې زموږ د ګوند د مشر سره دی.))

پاکستان جمهوري‌تحريک له یوولسو ګوندونو جوړ دی چې مشري یې د جمعيت علمای اسلام (ف) مولانا فضل الرحمن کوي. دوی په سېنټ کې د اپوزیشن مشرۍ لپاره د مسلم لېګ (ن)‌ يو غړی غوره کړی وو خو د همدې تحريک برخه، پيپلز پارټي يوسف رضا ګيلاني د دې چوکۍ لپاره ونوماوه. عوامي‌نېشنل ګوند وايي د مارچ په میاشت کې شوو دې ټاکنو کې یې خپلې رایې ګيلاني ته ورکړي. پر دې مسله د پي ډي ايم ترمنځ اختلاف پېدا شوی او د پيپلز پارټۍ تر څنګ يې عوامي نېشنل ګوند ته هم نوټس ورکړی چې ولې یې د تحريک د نوماند په خلاف رایې استعمال کړي دي؟

خو امیر حیدر خان هوتي په خبري غونډه کې ويلي چې د پي ډي ايم د نورو ګوندونو په شان عوامي نېشنل پارټي هم خپله سیاسي پالیسي لري او د هغې ترمخه کار کوي. خو نوموړي زیاته کړه چې له پي ډي‌ايم څخه وتل په دې مانا نه دي‌چې د وزیراعظم عمران خان حکومت په خلاف به کار نه کوي.

د يو ګوند په وتلو پي ډي ايم نه ماتېږي. زموږ مبارزه به روانه وي.
اختیار ولي

د پاکستان جمهوري تحريک يو لوی غړی، مسلم ليګ (ن) وايي د يو ګوند په وتلو به دا تحريک ختم نه شي. په خیبرپښتونخوا کې د دې ګوند وياند او د صوبايي اسمبلۍ غړي، اختيار ولي د اپرېل په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې دوی به بيا هم د تحريک انصاف حکومت په خلاف خپله سیاسي مبارزه جاري ساتي.

پي ډي ايم دريځ لري چې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د درغليوو له لارې راغلی او د ولس د ستونزو په حلولو کې ناکام دی نو ځکه بايد ليري شي.‌

خو د انتخاباتو خپلواک کمېشن تېرې ټاکنې شفافې بللي او حکومت وايي اپوزیشن ځکه شور جوړ کړی چې غواړي ځان د درغليوو په مقدمو کې له سزا وژغوري.

XS
SM
MD
LG