د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: خوست او هلمند کې پر خبریالانو بريدونه وغندل شول


خوست کې د ژمن په نوم د یوه خصوصي ټلویزیون کارکوونکی سلطان محمود خیرخواه
خوست کې د ژمن په نوم د یوه خصوصي ټلویزیون کارکوونکی سلطان محمود خیرخواه

په ختيځ کې د خبریالانو خوندیتوب کمېتې د یوې ناستې په ترڅ کې په هلمند کې د یوه خبریال په موټر بمي چاودنه او په خوست کې د يوه خبریال وژنه وغندله او له حکومت نه يې وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پام واړوي.

تېره اوونۍ د افغانستان په هلمند ولایت کې د يوه ځايي ټلويزیون خبریال نثار احمد احمدي په موټر بمي چادونه وشوه چې هغه په ټپي شو او د مارچ په پنځلسمه نېټه په خوست کې د يوه ځایي ټلویزیون خبریال او د ستېج ډرامو لوبغاړی سلطان محمود خیرخوا د ناڅرګندو وسله والو له خوا په ‌ډزو وویشل شو چې له شپږ ساعته بې هوشۍ وروسته په روغتون کې ومړ.

د ننګرهار په ختيځ کې د خبریالانو د خونديتوب کمېتې د مارچ پر ۱۶مه په همدې تړاو د ننګرهار د رسنيو دفتر خبریالان ورټول کړي او په دواړو پېښو يې د خواشنينۍ څرګندولو تر څنګ په حکومت او په جنګ کې د ښکېلو غاړو وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پام واړوي.
په دې ناسته کې په ختيځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد وویل:

(( په ولسمشر او د هلمند او خوست په ځايي چارواکو او مسوولینو باندې غږ کوو چې د خبریالانو او ژورنالستانو د ژوند د خونديتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د دوی دا اقدامات کافي نه دي.))

په ختيځ کې د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنې مشررحمت الله زیار هم په حکومت غږ وکړ چې د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي:

((نه یوازې هغه ولایتونه بلکې د افغانستان په ختيځ کې خبریالان او په ځانګړې توګه د ننګرهار خبریالان له خورا ننګونو سره مخ دي. په حکومت یو ځل بیا غږ کوو چې زموږ د ژوند خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. او دا یوازې تر ژمنو پورې پاتې نه شي.))

په ننګرهار کې د يوه شخصي ټلویزیون خبریال زیارخان یاد په جنګ کې له ښکلېلو ډلو وغوښتل چې په خبریالانو مرګونې بریدونه بند کړي:

(( موږ هغه څوک يوو چې یوازې د خپلې ټولنې د حقایقو لپاره کار کوو، له ښکېلو غاړو غوښتنه دا ده چې په خبریالانو دغه ډول وحشیانه بریدونه ختم کړي.))

بلخوا د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼی وايي د ننګرهار نظامي شورا په ګډه کار کوي چې د ژورنالستانو پر وړاندې ستونزو ته د پای ټکی کېږدي:

(( د ننګرهار د والي په مشرۍ نظامي شورا او نور ارګانونه په ګډه کار کوي چې موږ د خبریالانو ستونزې د بېلابېلو لارو حل کړو، په دېرو برخو کې رسیدګي شوې او لا هم کار روان دی.))

د ذکر وړده چې ۲۰۱۸م میلادي کال هم په افغانستان کې د خبریالانو لپاره خونړی کال بلل شوی و، خو د ۲۰۱۹م کال له پیله تر دې دمه په دغه هېواد کې درې تنه خبریالان په موموز ډول وژل شوي او یو تن يې ټپی شوی دی.

XS
SM
MD
LG