د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د نرښځيانو يو مشر وژل شوی


پخوانی تصویر - د کراچۍ پولیسو د يوې پېښې په ځای کې د پلټنو لپاره لار بنده کړې ده.
پخوانی تصویر - د کراچۍ پولیسو د يوې پېښې په ځای کې د پلټنو لپاره لار بنده کړې ده.

د کراچۍ ښار په کورنګي سيمه کې د نرښځيانو يو مشر یا ګورو نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی.

د کورنګي عوامي کالونۍ د پوليسو ايس ايچ او همايون احمد خان د اپرېل په شپږمه مشال رېډيو ته وويل چې د نرښځيانو دا مشر ۶۵ کلن محمد صديق وو چې د ممتاز په نوم هم يادېده. د همایون احمد خان په خبره ممتاز د اپريل په پينځمه نامالومه وسله والو په خپل کور کې دننه په ډزو وژلی دی.

د ممتاز قاتلين دې ونيول شي. د انصاف کېدو لپاره به مظاهرې کوو.
بندیا رانا

د پوليسو په وينا ممتاز د پنجاب د بهاولپور اوسېدونکی وو او د کراچۍ په کورنګي بلال کالونۍ کې له تېرو ۲۰ کالو راهیسې د نورو نر ښځيانو سره په يو کور کې مېشته وو. پوليس وايي چې دپېښي پلټنې روانې دي او کوښښ‌کوي چې تورن کسان ژر پېدا او ونيسي.

دا کال په کراچۍ کې درې نرښځيان وژل شوي دي. يو په جنورۍ کې پر طارق روډ او بل په فرورۍ کې په کلفټن کې په ډزو وژل شوی وو.

په کراچۍ کې د نرښځيانو د اتحاديې يو مشر، بنديا رانا له حکومته د پوره پلټنو او د نرښځيانو د وژنو مخنیوی غوښتی دی. هغه د اپرېل په شپږمه مشال رېډيو ته وويل چې د بیا بيا غوښتنو باوجود ورته انصاف نه دی رسېدلی. نوموړي زیاته کړه چې د ممتاز د وژنې پر ضد یې د مظاهرې کولو تابیه کړې ده.

د پاکستان پارليمان په ۲۰۱۸ کال کې د نرښځيانو د حقونو خوندي کولو لپاره یو قانون جوړ کړی وو. خو د نرښځيانو د حقونو لپاره کارکونکي وايي چې لاهم ددې قانون عملي کولو او په ولس کې د نرښځيانو سره د ښه سلوک کولو په اړه پوهاوي ته اړتيا ده.

XS
SM
MD
LG