د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت زموږ حقونه نه راکوي: د نرښځیانو مشره فرزانه


فرزانې دړکه وکړه چې که پوښتنه یې و نه شوه نو پراخ احتجاجونه به پیل کړي.
فرزانې دړکه وکړه چې که پوښتنه یې و نه شوه نو پراخ احتجاجونه به پیل کړي.

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو د ټولنې مشره وايي، پولیس د هغوی سره امتیازي سلوک کوي او په تاڼو کې یې شکایتونه نه اورېدل کېږي.

فرزانې د اکتوبر پر ۳۰مه په سوات کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د اکتوبر پر ۲۶مه، په مینګوره کې د یوې نرښځۍ په کور برید وشو او بیا پر یوې نرښځۍ ډزې وشوې چې پکې هغه ژوبله شوه.

هغې وړاندې وویل:

"زموږ غوښتنه دا ده چې ملزم دې زر تر زره ګرفتار کړل شي. له حکومته غواړو چې زموږ ساتنه دې وکړي. تر اوسه که په خواجه سراوو باندې جنسي تېری شوی او که هغوی وهلې شوي، حکومت یې هېڅ تپوس نه دی کړی. موږ هم انسانان یو، که څوک په موږ ظلم کوي او یا مو خبره نه اوري، نو سبا کېدای شي د هغوی په کور کې هم نرښځي پیدا شي."

فرزانه وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت هغوی ته هغه حقونه نه ورکوي کوم چې ایین او قانون د هغوی لپاره ټاکلي دي. هغه وايي، که دا لړۍ همداسې روانه وه نو ډېر زر به د احتجاجونو لپاره لارو کوڅو ته ووځي:

"منت او زاري مو ډېره وکړه، څه ګټه یې و نه کړه اوس به د خیبر پښتونخوا ټول نرښځیان پېښور کې راټولېږو او احتجاج به کوو. د پاکستان د نورو سیمو نرښځیان به هم په خپلو خپلو علاقو کې خبري غونډې کوي او د خپل حق لپاره به غږ اوچتوي. "

فرزانې دا ونه ویل چې احتجاج به څه وخت پیلوي.

بل پلو، د سوات د پولیسو مشر ډي پي او قاسم علي خان د اکتوبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، د مینګورې د پېښې مقدمه درج شوې، یو ملزم پکې نیول شوی او نور تفتیش روان دی. نوموړی وايي د دوو کسانو خلاف د قانون د ۳۲۴ مادې پر اساس د اقدام قتل مقدمه درج شوې. هغه دا هم وویل چې د قانون لپاره ټول خلک یو شان دي او هر چا ته قانوني مرسته ورکول د حکومت ذمه واري ده.

د اکتوبر پر ۳۰مه په سوات کې نرښځیانو له خبري غونډې وروسته مظاهره هم وکړه چې پکې د خپلو حقونو او د سر او مال د حفاظت غوښتنه یې کوله. -

XS
SM
MD
LG